پېښور هایکورټ د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو محکمې نادرا ته امر کړی چې په دریوؤ میاشتو کې دننه باید د څلورو بیلابیلو پاکستاني مېرمنو افغان مړونو ته د پاکستاني اورېجن کارډونه ورکړي.
څلورو پاکستاني مېرمنو جمالې بي بي، حمیدې، صایمې اؤ قیسې ګل پېښور هایکورټ ته په بیلابیله توګه عریضې کړې وې چې هغوي په افغانانو واده شوي دي خو مړونه یې ژوند ژواک په پاکستان کې کوي اؤ اوس اولادونه هم لري ځکه نو د شناختي کارډونو جوړولو محکمه باید د دوي مړونو ته دپاکستان اورېجن کارډونه ورکړي.
د خالي په ورځ پېښور هایکورټ کې د دغو یو شان عریضو اوریدنه په جسټس ایس ایم عتیق شاه اؤ جسټس ارشد علي مشتمل دوه کسیز بینچ کړې ده .
په دغو څلورو واړو قضیو کې د یادو مېرمنو وکالت دپېښور یو نامتو قانوندان سیف الله محب کاکاخیل ایډوکیټ کړی دی.
ښاغلي محب کاکاخیل عدالت ته دخپلو دلیلونو ورکولو په وخت ویلي، وړومبی به د پاکستان د قوانینو له مخې یوازې د پاکستاني سړو بهرملکي مېرمنو ته دپاکستان شناختي کارډونه ورکول کیدل خو بیا دپاکستان دوګړتوب دقانون 1951 دغه ماده توپیري وبلل شوه ځکه نو پکار ده چې دقانون له مخې دپاکستاني مېرمنو بهرملکي خاوندانو اؤ اولادونو ته هم دپاکستان شناختي کارډونه ورکړل شي.
وکیل سیف الله محب کاکاخیل عدالت ته ویلي چې عریضه کوونکو مېرمنو د اړونده پاکستاني محکمو اؤ چارواکو سره دخپلو مړونو دشناختي کارډونو جوړولو لپاره تماسونه نیولي دي خو هغوي دې افغانانو ته دشناختي کارډونو ورکولو نه انکار کوي.
ښاغلي کاکاخیل وویل خواست کوونکو مېرمنو سره دقانون مطابق سلوک نه کیږي بلکې توپیري چلند ورسره روان دی
عدالتي بینچ د نوموړي وکیل له دلیلونو اوریدو نه وروسته دپاکستان دشناختي کارډونو جوړولو محکمې نادرا ته امر کړی دی چې دیادو مېرمنو مړونو ته دې دریوو میاشتو کې دننه دپاکستان شناختي کارډونه جاري کړي
د یادو مېرمنو وکیل ښاغلي سیف الله محب کاکاخیل وي او ای ډیوه ته ویلي په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې ډیرې داسې پاکستانۍ میرمنې شته چې هغوئ دخپلو افغان مړونو لپاره دپاکستان په تابعیت ترلاسه کولو کې دستونزو سره مخ دي.