دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ مشر اؤ دپارلیمان دغړي علي وزیر دکرفتارۍ پرضد سخت احتجاج شوی اؤ دپارلیمان غړو په سمدستي توګه دهغه دخوشي کولو غوښتنه کړې ده خو حکومت بیا دعلي وزیر په ګرفتارۍ غلی پاتې شوی دی.
دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ دګل-دوشنبې په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې ویلي داسمبلۍ داسپیکر څخه له اجازې اخستو پرته دعلي وزیر نیونه دقامي اسمبلۍ دقاعدو خلاف ورزي ده.
محسن داوړ وویل دترمیم شوؤ قوانینو په اساس که داسمبلۍ د روان سیشن یا غونډې په مهال داسمبلۍ کوم غړی نیول کیږي نو اسپیکر پابند دی چې دهغه پروډکشن ارډر به جاري کوي:
“دا ډیره عجیبه خبره ده چې په علي وزیر ایف ایي ای کې پرچه په پېښور کې شوې ده اؤ نیول کیږي په شمالي وزیرستان کې اؤ تر اوسه عدالت ته هم نه دی وړاندې کړل شوی”.
دپاکستان پیپلز ګوند دقامي اسمبلۍ غړي ښاغلي قادر مندوخیل هم غونډې ته خپله وینا کې په بیا،بیا دعلي وزیر دنیولو غندنه وکړه اؤ دقامي اسمبلۍ له اسپیکر څخه یې وغوښتل چې باید اسمبلۍ ته د علي وزیر د راوستلو امر وکړي.
دجمعیت علماء اسلام(ف) ګوند دپارلیمان غړي جمال الدین پخپله وینا کې په حکومت سختې نیوکې وکړې اؤ خبرداری یې ورکړو چې که علي وزیر په سمدستي توګه خوشی نه کړی شو نو په سیمه کې حالات نور هم خرابیدلی شي.
خو ډان ورځپاڼه پخپل رپورټ کې لیکي چې داسمبلۍ غونډه کې دعلي وزیر دګرفتارۍ په معامله حکومتي استازي غلي پاتې شوي دي اؤ حتی دقامي اسمبلۍ اسپیکر چې دپواینټ اف ارډر دلارې په راپورته کیدونکې هره معامله خپله رایې ورکوي ،هغه هم دعلي وزیر په ګرفتارۍ غلي پاتې کیدل غوره ګڼلي دي.
د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير پرون دګل- دوشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې نيول شوی ؤ.
ډرايور يې وايي پوځ نيولی دی، خو پوځ لا په دې اړه څه نه دي ویلي او د شمالي وزيرستان پولیس وايي علي وزیر ورته په دوو مقدمو کې مطلوب ؤ ځکه نيول شوی دی.
د علي وزیر ډرایور بادشاه پښتین پرون سهار وي او اې ډيوه ته ویلي وؤ "د شمالي وزيرستان نه اسلام اباد ته روان وو علي وزير د بجټ غونډې له تلو او د شمالي وزيرستان د سروبي قلعې په لاره ناکه لګېدلې وه، د پوځ او اېف سي عسکر په سړک ولاړ وو، علي وزیر یې کوز کړو او د ځان سره یې په ګاډي کې بوتلو"
د شمالي وزيرستان د میرانشا تاڼې مشر [اېس اېچ او] ابراهيم خان وي او اې ډيوه ته ویلي، "علي وزير راته په دوؤ مقدمو کې مطلوب ؤ، پوځ نيولی دی او اوس یې مونږ ته حواله کوي"
هغه ویلي وؤ دوی ته پينځه نور کسان د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، ګيله من وزیر، صمد خان او ډاکټر عالم هم مطلوب دي او د هغو د نيولو هڅې کيږي.
هغه زياته کړه، د دغو کسانو پرضد د رياست خلاف د ويناګانو د مادو لاندې مقدمې درج شوي دي په هغې کې مطلوب وو.
ابراهيم خان وويل، د يادو "کسانو خلاف يوه مقدمه د فرورۍ په میاشت کې او بله اوس تازه درج شوې ده"