لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په امنیتي ځواکونو بمي چاودنه کې یو عسکر وژل شوی، دوه ژوبل

افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ځمکې لاندې د ښخ ماین په چاودنه کې یو امنیتي عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه دنهې- سه شنبې په سهار د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې شوې ده.

سرچینې وایي چاودنه کې درې عسکر ژوبل شوي وؤ خو یو عسکر د زخمونو توان رانه وړو اؤ وروسته یې ساه ورکړه.

پوځ یا سیمه ییزې انتظامیې لا په رسمي توګه ددې چاودنې په اړوند څه نه دي ویلي اؤ نه یې هم تراوسه کومې وسله والې ډلې ذمه واري قبوله کړې ده.

سرچینې وایي په پېښه کې ژوبل شوي عسکر پوځي روغتون ته رسول شوي دي خو د هغوي حالت هم سخت ښودل شوی دی.

تر دې وړاندې په 12م جون هم دشمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې دسړک دغاړې دیو ماین په چاودنه کې دامنیتي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

همدغه شان د جون په 10مه شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو. په ځوابي عملیاتو کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه.

په پینځم جون شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه بله نښته کې دوه پوځیان وژل شوي وؤ اؤ پوځ د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان په غاړه اخستي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG