لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انټني بلېنکن: د چین سره مې خبرې سپینې، ژورې او رغوونکې وې


واشنګټن - چین او امریکا دواړو ویلي دي چې په بجېنګ کې د امریکا د خارجه وزیر انټني بلېنکن او د چین د صدر شي جن پنګ ترمنځ ملاقات کې، پرمختګ حاصل شوی دی. دا لیدنه په داسې یوه موقع وشوه چې د چین او امریکا تعلقات د ټایوان په سر، او همدا راز د روس سره د بجېنګ د اړیکو په سر، د زیاتېدونکي تناوونو ښکار شوي دي.

د تېرو څو کلونو راهېسي، دا په بجېنګ کې د لوړپوړو امریکایي او چینایي مشرانو لومړی ملاقات و. انټني بلېنکن د خبرو وروستو وویل: «ډېرې سپینې، ډېرې ژورې، ډېرې پر ځای او رغوونکې (تعمیري) خبرې وې. او په ځینو نورو ځایونو کې لا مونږ ته ډېر کار کول دي."

په داسې حال کې چې دواړو اړخونو د رابطو د استحکام په ضرورت باندې اتفاق وکړ، لاکن د دواړو ملکونو د پوځونو ترمنځ د رابطو د چېنلونو په برقرارولو باندې کومه لوظنامه دستخط نشوه. د بلېنکن وینا وه چې چین دې کار ته اوس وخت کې نه دی راضي شوی.

واشنګټن وایي چې د یو بحراني حالت د رامخې ته کېدو په وخت کې، په کار ده چې د پوځي رابطو لاینونه پرانېستلي اوسي.

د میاشتې په سر کې، د چین یوه جنګي بېړۍ د امریکا یوې پوځي بېړۍ ته ۱۴۰ متره نږدې شوله. امریکایي جهاز د ټکر د مخنیوي دپاره سوکه شو. یوه هفته وړاندې تر هغه، د چین دجنوبي دریاب په سر د چین یوه جټ طیاره، یوې څارګرې امریکایي طیارې ته نږدې شوې وه.

د ټایوان په سر هم د دوو ملکونو ترمنځ تناوونه سېوا شوي دي. چین ویلي چې که ضرورت وي، نو په زور به په ټایوان باندې قبضه ولګوي.

د امریکا خارجه وزیر ښاغلي بلېنکن وویل چې که چېرته داسې وشي، نو «امکان دا دی چې دا کار به یو اقتصادي بحران رامېنځ ته کړي او په ټولې نړۍ به اثر وغورځوي.»

پېنځوس فیصده تجارتي کنټېنرونه د ټایوان آبنا د لارې تېریږي او د نړۍ اویا (۷۰) فیصده سیمي کانډکټرز په ټایوان کې جوړیږي.

د چین او روس د تعلقاتو په باب، بلېنکن وویل چې چینایي مشرانو بیاځلي امریکا ته یقین ورکړو چې هغوی به د اوکراین د جنګ دپاره روس ته مهلکه وسلې نه ورکوي. خو بیا هم امریکا په دې اندېښمن دي چې چینایي کمپنیانې د داسې ټېکنالوجي په فراهم کولو لګیا دي چې روس هغه په اوکراین کې د خپل یرغل د مخې ته وړلو دپاره استعمال کولی شي.

څېړونکي خبرداری ورکوي چې بجېنګ په دې ګام سره، د نړېوالو د غبرګون اندازه لګول غواړي. د جمهوریتونو د دفاع فاونډېشن یو څېړونکی، براډلي باومن وایي: «په واضحه توګه، یو ډول حالات معلومول دي چې وګوري د روس او اوکراین په حوالې سره دوی څه کولی شي. فکر کوم د چین خیال دا دی چې غواړي یورپي مارکېټونو ته یې رسایي وساتلی شي او په عین حال کې، د امکان تر حده د پوټین سره مرسته وکړي.»

د سږ کال په اوایلو کې چې امریکا پخپلو فضایي حدودو کې د چین یو جاسوسي بالون وویشت او رانسکوره یې کړ، له هغه وخت راهیسي د چین او امریکې تعلقات ډېر خراب شوي دي.

خو اوس چې د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د شي جن پنګ سره وکتل، د نړۍ مشران خوشحاله شوي دي. د جرمني وزیراعظم اولاف شولټز د دوی د لیدنې هرکلی کړی او هغه یې د واشنګټن او بجېنګ ترمنځ د تعلقاتو د ضروري معمولي کېدو یوه نښه وبلله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG