لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: افغان سفارت وایي پاکستان کې افغان کډوال جدي ستونزو سره مخ دي، نړیوال ورته باید پام وګرځوي


په پاکستان کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د حکومت چارسمبالي یا ناظم الامور سردار احمد شکیب دکډوالو د نړیوالې ورڅې په اړوند خپل پیغام کې ویلي، په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغانان له یو لړ جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي ویلي پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا په مختلفو بهانو نیول کیږي او ځورول کیږي چې باید د پاکستان حکومت د پولیسو له لوري د افغانانو ددې ځورونې مخه ونیسي.

پخپل یو بیان کې د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړي سفارتي چارواکي ویلي، "ټولو افغان مهاجرینو ته ډاډ ورکوم چې اسلامي امارت د هېواد پرمختګ لپاره نه ستړی کیدونکی زیار باسي. هغه ورځ لرې نه ده چې ټول افغان مهاجرین بېرته هېواد ته ستانه شي".

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو ښارونو په ځانګړي ډول سیند صوبه کې ګڼ شمیر افغان کډوال دغیرقانوني استوګنې په جرم نیول شوي اؤ زندانونو ته اچول شوي دي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.

ښاغلي احمد شکیب ویلي، تر دې مهاله، شاخوا څلور زره افغان بندیان د سفارت او جنرل قونسلګریو په هڅو د پاکستان له زندانونو څخه خوشي او هېواد ته استول شوي دي.

نوموړي ویلي، په پاکستان کې د افغانستان سفارت او نوري ټولې استازولۍ د افغان مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي، خپل لومړیتوب ګڼي.

ناظم الامور پخپل بیان کې زیاته کړې ده چې دطالبانو حکومت د مهاجرینو موضوع ته د یوې سترې ملي ستونزې په سترګه ګوري او مختلفې ادارې په دې برخه کې دا مهال فعالیت کوي. د

دنوموړي په وینا، د مهاجرینو ستونزې د افغانستان له سوله ییز چاپیریال، امنیت، اقتصادي وضعیت، اجتماعی عدالت او نورو مختلفو مسایلو سره اړیکه لري چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

هغه پخپل بیان کې د پاکستان د حکومت اوخلکو څخه مننه کړې ده چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې په ورین تندي دافغان مهاجرینو میلمه پالنه کړې خو ویلي یې دي "له بده مرغه باید یادونه وکړم چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغانان له یو لړجدي ستونزو سره مخ شوي او پولیس یې په مختلفو بهانو نیسي او ځوروي یې"

پخپل بیان کې دطالبانو سفارتي چارواکي دملګرو ملتونو دکډوالو په اداره یو این ایچ سي ار اؤ نورو اړونده نړیوالو ادارو هم نیوکې کړي چې تر اوسه یې دافغان کډولو دستونزو دهواري په برخه کې کومه مرسته یا ګټور اقدام نه دی کړی.

هغه دکډوالو په نړیواله اداره اؤ نورو اړونده سازمانونو غږ کړی چې پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو ستونزو ته باید خپل پام وګرځوي.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو ويلي، د افغانستان نه په وروستيو کلونو کې پاکستان ته د راغلو افغانانو دپاره د پاکستان د حکومت سره خبره کوي چې د دوی دپاره یوه تګلاره جوړه شي او پاکستان کې خوندي وساتل شي.

پاکستان کې د کډوالو ادارې وياند قېصر اپريدي وي او اې ډیوه ته ویلي، "پاکستان کې د تېرو 40 کالو راهسې 13 لکه افغان کډوال ژوند کوي او د اګست 2021م نه وروسته نور افغانان پاکستان ته راغلي د حکومتي شمېرو د دغو افغانانو شمېره نزدې شپږ لکه ده".

په اګست 2021م کې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي او د دغه هېواده بيا په لويه شمېره کې خلک بهر وتلي وو.

افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته اسلام اباد ته راغلو افغانانو وخت په وخت احتجاجونه کړي، او غوښتي یې دي د کډوالو اداره او نړیوال دې ورسره مرسته وکړي او دوی دې بهرنيو هېوادونو ته اوباسي.

دوی شکايت کوي پاکستان کې ډېر افغانان د ويزو او اسنادو مشکلات لري په ستونزو کې ژوند تېروي.

د تېر کال د اګست د مياشتې راهسې او بيا په وروستيو کې په اسلام اباد کې د افغانانو د نيولو خبرونه مخې ته راغلي وو.

د کډوالو په نړیواله ورځ د پاکستان صدر عارف علوي خپل پېغام کې ویلي وؤ "پاکستان د 40 کالو راهسې د افغانانو کوربه توب کوي او بې کوره خلکو ته پناه ورکول د پاکستان د ورورولۍ او خواخوږۍ ښکاره ثبوت دی"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG