لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: د يونان په ډوبه شوې کشتۍکې نزدې 350 پاکستانيان وو، 82 مړي تر لاسه شوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، په يونان کې ډوبه شوې کشتۍ کې نزدې د 350 پورې پاکستانيان سواره وو، او 281 پاکستانيانو د خپلو خپلوانو معلومولو دپاره رابطه کړې ده.

په قامي اسمبلۍ کې د کشتۍ د تفصيلاتو په اړه نوموړي وويل، تر اوسه پورې د 82 کسانو مړي تر لاسه شوي دي، د فرانزک او نادرا د لارې د هغو پېژنګلو کولی شي خو اندېښنه ده د مړو شمېره نوره ډېره سېوا شي.

هغه وويل، په ژغورل شوو 104 کسانو کې 12 پاکستاني وو.

نوموړي زياته کړه په ياده کشتۍ کې د 400 پورې کسانو ځای کېدو ګنجايش وو خو د 700 پورې کسان پکې کښېنول شوي وو.

د کورنيو چارو د وزیر په خبره، تراوسه پورې د 193 پورې کسانو نه د ډي اېن اې نمونې ترلاسه کړي دي.

هغه وويل، وزیراعظم د يادې پېښې د پلټنو دپاره د لوړې کچې کميټي جوړه کړې ده، کميټي به د انسانانو په قاچاق کې د ککړو پرضد ګامونه اخلي، په دغه لړ کې په قانون کې نیمګړتياوې به ګوري او د اصلاحاتو سپارښتنه به کوي.

هغه زياته کړه، په دې خلکو کې ډېر د پاکستان نه په قانوني لارو لاړ شي او په مخکې بيا د نورو ملکونو نه په غېر قانونه لارو ځي.

راپورونه وايي، د یونان چارواکو ویلي، د لیبیا نه د یونان په لوري روانه کشتۍ کې د 400 نه تر 750 پورې خلک سواره وو.

کشتۍ د 20 نه تر 30 ګزه پورې اږوده وه او د جون په 14مه د پېلوس نومې ټاون نه اتیاکلومیټره لرې د زیاتو کسانو او وزن له وجې په اوبو کې ډوبه شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG