لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم اې پښتونخوا کې د اتوار د ورځې نه د بارانونو او تېزې سيلۍ د لړۍ امکان څرګند کړی


خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ویلي، په صوبه کې د اتوار- یکشنبې د ورځې 25م جون نه تر 30م جون پورې د بارانونو او تېزې سيلۍ امکان دی.

پښتونخوا کې دا وخت سخته ګرمي ده او عام خلک د ګرمۍ او بجلۍ د لوډ شيډنګ شکايتونه کوي، ځينې خلک وايي د 10 نه 12 ساعتونو پورې بجلي نه وي.

پي ډي اېم اې د 25م جون تر 30م جون پورې د صوبې په چترال، کوز او بر دير، ملاکنډ، بونير، سوات، شانګله، هزاره ډیويژن، مردان، صوابۍ، پېښور، نوښار، چارسده، باجوړ، مومند او جنوبي ضلعو کې په وقفې وقفې سره د بارانونو او تېزې سيلۍ امکان څرګند کړی دی.

ادارې ويلي، د 26 نه تر 29 جون پورې په کرک، ټانک، ډېره اسماعیل خان، جنوبي او شمالي وزيرستان کې د بارانونو او سيلۍ امکان دی.

ویل شوي د بارانونو سره به ګرمي راکمه شي خو په 26م او 27م جون پېښور کې د سېلاب جوړېدو، او په برنو غرييزه سيمو کې د غرونو ښوېدو اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

پي ډي اېم اې د بارانونو او سيلۍ په مهال ادارو ته د چمتو پاتې کېدو ويلي چې د کم نه کم تاوان اوښتو دپاره اقدامات وکړي.

پي ډي اېم اې پرون په خلکو غږ کړی په ګرم موسم کې دې احتياط کوي او د غېر ضروري سفر څخه دې ډډه وکړي.

پرون د پاکستان د موسمياتي بدلون مرکزي وزيرې شېري رحمان خبرداری ورکړی او ويلي يې وو، پښتونخوا او ګلګت بلتستان کې د تودوخې کچه د 4 نه 6 درجو پورې زياتې پاتې کېدو له امله د سېلاب او واورو ويلي کېدو خطره سېوا شوې ده.

هغې ضلعې انتظاميو، مقامي ادارو او ټولنو ته د چمتو پاتې کېدو او احتياطي تدابيرو ويلي دي، په ځانګړي ډول راتلونکې اوونۍ کې د لوی اختر په موقع چې خلک په رخصتيانو کې شمالي سيمو پله سېل له ځي.

رحمان په خلکو د خونديتوب غږ کړی دی.

تېر کال هم په دې موده کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د بارانونو او سيلۍ امکان څرګند کړی شوی او بيا د اګست په مياشت کې سخت سېلابونه راغلي، انساني او مالي تاوانونه يې اړولي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG