د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې د اېف سي په عسکرو وسله وال بريد شوی، درې عسکر ژوبل شوي دي. ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې ده.
د خېبر ضلعې پولیسو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، نن د جمعې په سهار د تيراه په مېدان ميردره سیمه کې د اېف سي عسکر روان وو، چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړي دي.
چارواکو تایيد کړې، په ډزو کې د اېف سي درې عسکر ژوبل شوي دي خو وایي روغتيايي حالت یې ښه دی.
چارواکو ويلي، د پېښې وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې او په وسله والو پسې د لټون عملیات پېل کړل شوي دي خو د چا د نیولو خبر یې لا نه دی ورکړی.
تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې او د مرګ ژوبلو اړولو دعوه یې کړې ده.
يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان امنيتي ځواکونو دعوه کړې وه د خېبرپښتونخوا په دره ادم خېل علاقه کې یې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] انتهايي مطلوبه ترهګر کمانډر سره د دوه ملګرو وژلی وو.
د پاکستان سرکاري ميډيا ويلي وو، امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس په دره ادم خېلو کې عمليات کړي او مطلوبه ترهګر کمانډر ظفر عرف ظفري او د هغه د ډلې دوه غړي يې وژلي وو.
دره ادم خېل د پېښور، خېبر او کوهاټ په مینځ کې پرته علاقه ده.
ويل شوي وو د وژل شوي ترهګر کمانډر تعلق د ټي ټي پي سره وو او پاکستان کې په 26 ګرنېډ بريدونو کې ککړ وو. خو ټي ټي پي د دغو عملیاتو او وژل شوو کسانو په حواله څه نه وو ويلي.
د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي سټډیز په یو تازه رپوټ کې ویل شوي، د تېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي، وژنو کې 39 فیصدي ا, ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده.
په رپوټ کې ویل شوي وو، د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي وو.
د رپوټ د شمېرو ترمخه د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي او دغلته په 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي وو.
د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر نیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي په هدف شوي وو.