لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير ضمانتونه منظور شو


د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر په دوه مقدمو کې ضمانتونه منظور شو، وکيلان یې وايي تمه لري هم نن به خوشی شي.

علي وزیر د ګل په ورځ 19م جون په شمالي وزيرستان کې نيول شوی وو.

د نوموړي وکیل مريد حیات وي او اې ډيوه ته وویل، د علي وزير پرضد دوه مقدمې وې يوه د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشا کې درج شوې او د غدارۍ مادې پرې لګول شوې وې، او بله د شمالي وزيرستان د پرلت په مهال په کورمه کې درج شوې وه.

د وکيل په خبره، د میرانشا مقدمې د شمالي وزيرستان په عدالت کې او د کورمې مقدمه د بنو د ترهګرۍ ضد عدالت کې روانه وه، دوی عدالتونو ته د ضمانتونو خواستونه ورکړي وو او نن دواړو عدالتونو هغه خواستونه ومنل.

هغه زياته کړه، د میرانشا په مقدمه کې ضمانت د دوه لکه روپو په مچلکو او دوه کسانو په ضمانت او د کورمې د مقدمې ضمانت په 80000 روپو او دوه کسانو په ضمانت ورکولو منظور کړی شو.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د علي وزیر د ګرفتارۍ پرضد سخت احتجاج شوی او د پارلیمان غړو په سمدستي توګه د هغه د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ویلي وو د اسمبلۍ د اسپیکر څخه له اجازې اخستو پرته د علي وزیر نیونه د قامي اسمبلۍ دقاعدو خلاف ورزي ده.

او قانون پوهانو ويلي وو، د علي وزير د ګرفتارۍ په لړ کې هغه قانوني لوازمات نه دي ترسره شوي کوم د يو منتخب غړي د نيولو لپاره ترسره کول د قانون ترمخه لازم دي.

نن د علي وزير په کومو مقدمو کې ضمانتونه وشو په دغو کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، صمد خان، ګيله مند وزیر هم نومول شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د میرانشا پرېس کلب مخې د تېرو دوه اوونيو راهسې د پي ټي اېم پرلت روان دی غوښتنې کوي، د دوی نيول درې غړي عيد رحمان، زکيم مداخېل او جلال وزيرستاني دې خوشي کړی شي.

د علي وزير د نیولو نه دوه ورځې وړاندې د پي ټي اېم غړی عالمزېب مسيد په ډېره اسماعيل خان کې نيول شوی وو، په نوموړي د نشيي توکيو د ساتلو او خرڅولو تور لګول شوی او مقدمه پرې درج کړی شوې وه.

عالمزېب مسيد نن په ډېره اسماعيل خان کې عدالت ته وړاندې کړی شوی خو د وکيل په وينا یې، پولیسو د هغه ريکارډ عدالت ته نه وو وړاندې کړی ځکه د هغه درېمه پېشي بې د اورېدنې تېره شوه او بله نېټه پکې ورکړی شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG