لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سفیر ډونلډ بلوم:واشنګټن په اسلام اباد فشار نه لري چې ګنې چین اؤ امریکا کې یو سره اړیکې غوره کړي


پاکستان کې دامریکې سفیر ډونلډ بلوم وایي امریکا په پاکستان داسې هیڅ فشار نه دی راوړی چې ګنې داهیواد دې یا خو چین سره اقتصادي اړیکې جوړې کړي اؤ یا دې امریکا غوره کړي.

خو ددفاعي او نړيوالو چارو ماهرين وايي پاکستان د چين او امريکا ترمنڅ د خرابېدونکو اړيکو په مېنځ کې ددغو دواړو هېوادونو سره په خپلو اړيکو کې د توازن ساتلو د مشکل عمل سره مخ دی.

تېره ورځ دپاکستان دبهرنیو اړیکو دکونسل (کونسل اف فارن ریلیشنز) دسیوري لاندې دپاکستان اؤ امریکې داړیکو په موضوع یوې راجوړې شوې دستورې ته وینا کې امریکایي سفیر ویلي:

"مونږ چین ته پیغام لرو چې هغه دې دمنصفانه تجارتي شرطونو په اساس مخ پر وړاندې لاړ شي اؤ یقیناً چې دپاکستان هم خپلو اقتصادي اړیکو کې همدا غوښتنه پکار ده"

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ ترمخه دامریکې سفیر ویلي چې د زیاتو شراکت دارانو ترمنځ تجارت داقتصادي خوشحالۍ لپاره مهم دی اؤ په تجارت کې هم توله یا مساوي تګ پکار وي.

د ډونلډ بلوم وینا وه چې دتېرو 20 یا 40 کالو په موده کې امریکا کې یو شمیر پالیسي سازان پاکستان ته افغانستان سره دامریکې داړیکو په عینکو کې ګوري اؤ په دې وروستیو کې هم مبصرینو هڅه کړې ده چې پاکستان سره دامریکې اړیکو ته دچین،هند اؤ روس په تناظر کې وګوري خو دهغه په خبره " زه دې صورتحال ته بیخي په بیل انداز ګورم"

ددفاعي چارو څېړنکار اؤ دپاکستان دپوځ پخواني لوړ پوړي افسر ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود په دې وروستیو کې د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي ،پاکستان د چين سره ژورې، نزدې او سټراټيجکي اړيکې لري خو بلخوا د امریکا سره هم خپل تعلقات د هېواد د اقتصاد ،تعلیم او د خلکو د تګ راتګ لپاره ارزښتناکه بولي.

ښاغلی طلعت مسعود وايي ګمان نه کوي د چين سره د پاکستان نزدې اړېکې به د هغه د امریکا سره په تعلقاتو کوم منفي اغېزې وکړي.

دامریکایي سفیر وینا وه چې پاکستان سره دامریکې اړیکې خپل بنیادونه یا اساسات لري اؤ د دواړو هیوادونو روابط زیات پیاوړي دي.

دهغه وینا وه چې دامریکې اؤ پاکستان ترمنځ داسې شراکت دارۍ ته ضرورت دی چې زمونږ غیرمعمولي مفاداتو ته وده ورکړي.

د څېړونکي طلعت مسعود په وینا ،پاکستان چې دامریکې اؤ چین سره خپلو اړیکو کې کومه د مينځ لاره لټوي دا يو مشکل عمل دی خو وايي" زما په اند پاکستان به په برياليتوب د امریکا او چين سره ښې اړیکې وساتل شي"

سفیر ډونلډ بلوم ویلي، دپاکستان معاشي مسقبل ته چې ګوري نو هغه دا امکان ویني چې دا هیواد دجنوبي اؤ منځنۍ ایشیا دپیوست کوونکي یو ستر سیمه ییز معیشت انجن جوړ شي .

ښاغلي بلوم وویل،دمستقبل دمعیشت یو واضحه ممکنه عنصر دهندوستان سره غوره اقتصادي اړیکو کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د زیارت په ورځ دامریکې صدر جوباییډن د واشنګټن په سفر تللي دپاکستان د رقیب ګاونډي هیواد هندوستان وزیراعظم نریندر مودي سره لیدنه کړې وه اؤ ددغې لیدنې په اعلامیه کې په پاکستان دتندروه اسلام پاله ډلو پرضد دګامونو اخستلو ټینګار شوی دی.

پاکستان دامریکې اؤ هند دمشرانو دغې ګډې اعلامیې ته سخت غبرګون ښودلی اؤ دهیواد ددفاع وزیر خواجه اصف اوړمه ورځ دپارلیمان غونډې ته خپله وینا کې وویل پاکستان ته پکار ده دچین،روس اؤ دسیمې ګاونډي هیوادونو سره خپلې اړیکې ټينګې کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG