په افغانستان د واکمنو طالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي،دطالبانو حکومت هیچاته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي.
افغانستان کې دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو په اړوند دامریکایي صدر جوبایډن وروستۍ وینا ته خپل غبرګون کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي د دوي حکومت دجو بایيډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقیقت درک بولي.
تېره ورځ سپینه ماڼۍ کې مطبوعاتو سره دخبرو پرمهال دامریکې صدر جوبایډن دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي وؤ "ما ویلي وؤ چې هلته(افغانستان) کې به القاعده نه وي،ویلي مې وؤ چې مونږ به دطالبانو مرسته ترلاسه کوؤ اؤ ما دا سم ویلي وؤ اؤ هلته اوس څه کیږي؟ تاسو دمیډيا رپورټونه وګورئ"
عبدالقهار بلخي ویلي دصدربایډن دا څرګندونې دا د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور ردوي چې ګواکې په افغانستان کې تر شلو ډېري جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.
دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي" زموږ کړني د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کیږي"
روانه میاشت د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ،داسې شواهد دي چې افغانستان په چټکتیا سره د ترهګریزو فعالیتونو په ځای بدلېږي او دغلته د القاعده او داعش سره تړلې ډلې، هم د شمېر او هم د وړتیا له پلوه د ودې په حال کې دي.
د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی ؤ چې القاعده او طالبان د ګډ ژوند اړیکې لري او القاعده بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یوی خوندي ځای په نظر ګوري.
د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش د مئ په میاشت کې دافغانستان په اړه دقطر دننه راجوړ شوي یو کانفرنس ته دخپلې وینا په مهال د نړیوالو هغه اندېښنې مخې ته اېښودې وې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او بشري حقونو څخه د تېریو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو په برخه کې یې لري.
دغه کانفرنس ته وینا کې انټونیو ګوټېریش ویلي وؤ "ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې لري او په دې اړه یې جدي اندېښنې شریکې کړي کوم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دایمي شتون په اړه دي چې نه یواځې خپله دغه هېواد، بلکه سیمې او نورې نړۍ ته یو ګواښ ګڼل کېږي"
افغانستان کې د اشرف غني په پرځېدلي حکومت کې د دفاع د وزارت سرپرست وزیر او دا مهال د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویاند شاه محمود میاخېل په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره دخبرو په مهال دعوه کړې ده چې افغانستان ته زیاتې ترهګرې ډلې بېرته تللي دي.
هغه ویلي وؤ "تاسو پېچلي عملیات ولیدل چې د روس په سفارت وشول، د چینايي کمپنۍ په غړو باندې، همدا ډول د پاکستان په سفارت باندې او نور داسې مغلق عملیات په کابل ښار او نورو ولایتونو کې ترسره شول"
دښاغلي میاخیل په وینا دا لړۍ لا نوره هم قوي کېږي او له همدې امله دا یو لوی چېلنج دی هم د افغانانو لپاره، هم د طالبانو لپاره او هم د سیمې او د نړۍ د هېوادونو لپاره