ټاکل شوې ده د پاکستان وزیراعظم ښاغلی شهباز شریف د شنګهایي د سازمان په 23مه سرمشریزه غونډه کې برخه واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ویلي، دغه غونډه په انلاین ډول په څلورمه جولایي راجوړیږي.
د هند وزیراعظم نریندر مودي د شنګهایي د همکاریو د سازمان د رییس په توګه خپل پاکستاني سیال شهباز شریف ته یاده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
د پاکستان د خارجه دفتر ویاند د شنبې یا خالي په ورځ پخپل بیان کې ویلي د شنګهایي دهمکایو د سازمان غونډه کې به په مهمو نړیوالو اؤ سیمه ییزو ستونزو غور اؤ بحث کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې سږکال ایران هم د شنګهایي د همکاریو د سازمان د نوي غړي په توګه دې راجوړیدونکې غونډه کې برخه اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ویلي غونډه کې به د غړو هیوادونو ترمنځ په مستقبل کې د همکاریو د څرنګوالي ټاکنه کولی شي.
د پاکستان د وزیراعظم د ماڼۍ نه خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې په یاده غونډه کې د وزیراعظم شهباز شریف د ګډون ګام ښایي چې پاکستان د شنګهایي د همکاریو سازمان ته د سیمه ییزې سلامتۍ اؤ خوشحالۍ لپاره د یو مهم فورم په توګه ګوري اؤ دې ته زیات ارزښت ورکوي.
بیان کې ویل شوي چې یاد سازمان دسیمې د هیوادونو ترمنځ داړیکو پراختیا لپاره دیو مهم فورم فرصت برابروي.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون رسنۍ پخپل رپورټ کې لیکلي چې دهند په مشرۍ په جولایې کې د غونډې راجوړولو سمدستي اقدام پاکستان اؤ د یاد سازمان نور غړي هیوادونه حیران کړي دي.
د پاکستان د خارجه وزارت د یو لوړ پوړي چارواکي (چې خپل نوم یې نه دی ښودلی) له خولې ایکسپریس ټریبیون پخپل رپورټ کې لیکلي چې پاکستان ته ددې غونډې په اړوند معلومات د نهې یا دوشنبې په ورځ دسازمان غړو هیوادونو ته د لیکل شوي خط له لارې شوي دي.
دغه چارواکي ویلي په وړومبي سر کې پاکستان داسې ګڼله چې ګنې دچین اؤ روس د صدرانو لخوا دې سرمشریزه غونډه کې دګډون دپخلي نه کیدو له امله به هند دا غونډه راجوړه نه کړي.
پاکستاني چارواکي ویلي که چرې دچین اؤ روس صدرانو دې سرمشریزه غونډه کې ګډون نه کولو نو دا به د هند لپاره یوه سفارتي شرمندګي وه.
په موجوده وخت کې هند دشنګهایي دهمکاریو دسازمان مشري پغاړه لري اؤ په دې سازمان کې روس،چین،پاکستان اؤ دمنځنۍ ایشیا نور مهم هیوادونه غړي دي.