لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرک کې د تېز باران له امله د دېوال غورځېدو پېښه کې ښځه مړه شوې، پينځه ژوبل


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع کرک کې د تېز باران له امله د يو کور دېوال غورځېدلی، يوه ښځه مړه شوې او په نورو پېښو کې لږ تر لږه پينځه تنه ژوبل شوي دي.

د پاکستان د موسمیاتو محکمې د اتمې جولايۍ پورې د خېبرپښتونخوا په برنو او مېداني علاقو کې د تېز باران سره د ږلۍ ورېدو امکان څرګند کړی دی.

محکمې د پينځمې نه تر اتمې جولايي پورې د بلوچستان صوبې په لورالايي، ژوب، موسا خېل، قلات او خضدار کې هم د تېزې سيلۍ او باران کېدو وړاندوينه کړې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ويلي، د کرک په مختلفو سيمو کې تېز باران او سيلۍ راغلې، او د تحت نصرتي په شمال کې یې چتونه او ديوالونه غورځولي دي.

د ادارې ترمخه په بېلابيلو پېښو کې يوه ښځه مړه شوې او لږ تر لږه پينځه تنه ژوبل شوي دي.

د موسمیاتو محکمې د درېمې جولايۍ نه تر اتمې جولايۍ پورې په سوات، مانسهره، کوهستان، اېبټ اباد، هري پوري، پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار، کورمه، بنو، لکي مروت، کوهاټ او پنجاب صوبې په بېلابيلو علاقو کې د تېز باران او ږلۍ امکان څرګند کړی دی.

او د پينځمې نه تر اتمې جولايۍ پورې د بلوچستان صوبې په بېلابيلو سیمو کې او اوومه او اتمه جولايۍ په سيند صوبه کې ځای په ځای د تېز باران او سيلۍ وړاندوينه شوې ده.

د موسمياتو محکمې نن د څلورمې جولايۍ نه تر اوومې جولايۍ پورې اسلام اباد، پېنډۍ او پېښور په ژورو علاقو کې د سېلاب او پښتونخوا په غريیزو سیمو کې د غرونو ښوېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

محکمې په زميندارو غږ کړی د موسم وړاندوینې ته په کتو دې خپل معاملات ترتيب کړي، او سېلګرو ته د بارانونو په مهال د احتياط لارښوونه شوې ده.

ټولو ادارو ته د چمتو پاتې کېدو ویل شوي دي.

د تېرې جون په میاشت کې په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د بارانونو امله شوو پېښو کې لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي وو.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي وو، په صوبه کې د بيا رغونې او ابادۍ ادارې د کال 2023 د پشکالي بارانونو احتمالي پلان جوړ کړی دی، د کوم هدف د افتونو په وخت د خطرو کمول او په وخت ورته غبرګون ویل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG