لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل ته په غیرقانوني تګ او هلته په کار کولو پاکستان کې پینځه پاکستانیان نیول شوي دي


دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای وایي،هغه پینځه تنه پاکستانیان یې نیولي دي چې دغیرقانوني لارې اسرایل ته اوښتي وؤ اؤ هلته یې ملازمت کړی ؤ.

دنیول شوؤ تعلق دسیند ایالت د میرپور خاص سیمې سره ښودل شوی اؤ ویل شوي هغوي دڅلورو کالو نه نیولې تر اوو کالو په تل ابیب کې پاتې شوي اؤ دغلته یې مزدوري کړې ده.

دپاکستان دقوانینو له مخې ددغه هیواد په پاسپورټ اسرایل ته تګ نه شي کیدای ځکه چې پاکستان لا تر اوسه اسرایل په رسمیت نه دی منلی.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دپاکستان د پلټنو مرکزي ادارې پاکستان نه په غیر قانوني توګه اسرایل ته په تګ اؤ هلته په مزدورۍ کولو د اتوؤ پاکستانیانو پرضد مقدمې درج کړې دي چې هغې کې پینځه کسان نیول شوي دي.

ډاڼ ورځپانې دایف آی ای دسیند د دویم زون د ډایریکټر عبدالحمید بوټو له خولې پخپل رپورټ کې ویلي چې نیول شوي پینځه پاکستانیان نعمان صدیقي،کامل انور،محمد ذیشان،محمد کامران صدیقي اؤ محمد انور نومیږي چې پینځه واړه دسیند دمیرپور خاص سیمې اوسیدونکي دي.

د ایف آی ای چارواکو ویلي چې دغو پاکستانیانو اسرایل ته دتګ لپاره داسحاق متات په نوم اسرایلي ایجنټ ته سړي سر د دریوؤ نه نیولې تر څلورو لکو پورې روپۍ ورکړې وې اؤ دهغوي دا سفر دپاکستان د اړونده قوانینو پرضد ؤ.

ایف آی ای ویلي، ددې پاکستاني وګړو پرضد یې مقدمه اسرایلو ته دغیرقانوني سفر له امله درج کړې ده ځکه هغوي پوهیدل چې دپاکستان په پاسپورت اسرایل ته سفر،هلته استوګنه اؤ نوکري کول یو غیر قانوني عمل دی.

ډان ورځپاڼه د درج شوي ایف آی ار په اساس خپل رپورټ کې وایي چې دمحمد انور په نوم تن دنوکرۍ لپاره اسرایل ته تګ غوښتو اؤ په دغه لړ کې یې دخپل یو رشته دار اسرایلي ایجنټ اسحاق متات مرسته ترلاسه کړې وه.

ایف آی ار کې لیکل شوي چې محمد انور اسحاق متات ته دغیرقانوني امیګریشن لپاره درې لکه روپۍ ورکړې وې اؤ هغه محمد انور لپاره ټکټ اؤ نور اسناد برابر کړي وؤ.

د ایف آی ار له مخې په 15م نومبر کال 2016م کې محمد انور دکراچۍ هوایي ډګر نه کینیا ته سفر کړی ؤ اؤ دپاکستان په پاسپورټ اؤ ویزه نیروبي ته رسیدلی ؤ، په 17م نومبر بیا هغه دایجنټ اسحاق متات سره یو ځائ دکینیا نه د اردن هوایي ډګر له لارې اسرایل ته سفر کړی ؤ.

دایف آی ای چارواکو ویلي چې محمد انور په تل ابیب کې د موټرو وینځلو مزدوري کوله چې دا د امیګریشن ارډیننس 1979 څخه سرغړونه وه اؤ هلته دغیر قانوني استوګنې نه وروسته هم په دغه پاکستاني پاسپورټ بیا د اردن اؤ دوبۍ له لارې په 18م دسمبر کال 2019م کې پاکستان ته راستون شوی ؤ.

ویل شوي چې محمد انور به د اسرایل نه دخپلې تنخا پیسې پاکستان کې خپلې کورنۍ ته د ویسټرن یونین دلارې لیږلې

روان کال په 30م مارچ د امریکایي یهودیانو یوې ټولنې ويلي وو، چې د پاکستان او اسرایل ترمنځ یوه تجارتي معامله شوې او په هغې کې د پاکستان نه خوراکي پیداوار اسرایل ته رسېدلی دی.

دغه ټولنه چې د امریکایي یهودیانو کانګرس نومیږي او مرکز یې په نیویارک کې دی، پخپل بیان کې یې دپاکستان اؤ اسرایل تر منځ دشوي تجارتي تړون هرکلی کړی ؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې دغه تړون کې پاکستانی-یهود فېشل بن خالد او درې اسرایلي تاجران شامل وو.

بن خالد د پاکستان په غټ اقتصادي ښار، کراچۍ کې ژوند کوي، او هلته کې د خوراکي موادو کارخانه دارو ته چې خپل پیداوار د نړۍ مختلفو برخو ته برامد کوي، د کوشېر د تصدیق کاروبار کوي.

خو وروسته بیا د پاکستان دسوداګرۍ وزارت دغه دعوه رد کړې وه او پخپل یو بیان کې یې ویلي وؤ چې دپاکستان اسرایل سره هیڅ تجارت نه دی شوی

تېر کال د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وفتر ويلي وو چې د پاکستان نه کوم پلاوي د اسرايل سفر نه دی کړی او زياته کړې یې وه، د اسرايل په لړ کې د پاکستان په پاليسۍ کې کوم بدلون نه دى راغلی.

هغه وخت په نړيوالو مطبوعاتو داسې خبرونه خپاره شوي چې د پخواني حکومت د وزير په شمول يو "پاکستاني پلاوي" په بېت المقدس کې د اسرايلو د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي وو.

د هغه وخت د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار په يو بيان کې ويلي وو چې دغه ليدنه د يوې بهرنۍ اين جي او لخوا تنظيم شوې وه چې پاکستان پسې اړه نه لري.

اسلام اباد د اسرایل سره څه سفارتکاري تعلقات نه لري او وايي تر هغې چې فلسطین یو آزاد ریاست جوړ نشي، د یو ریاست په حېث د اسرایل د تسلیمولو نه انکار کوي. پاکستان له ډېره وخته دا پالیسي ساتلې ده.

بل اړخ ته په 2020م کال کې د ابراهم تړون د لاندې چې د امریکا په وساطت لاسلیک شو، متحده عربي اماراتو او بحرین له اسرایل سره خپل تعلقات جوړ کړل. ورپسې سوډان او بیا المغرب هم دا کار وکړ.

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG