د اسلام اباد د سېشن عدالت د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان په ضد د توشه خانې قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې ده.
د رپورټونو ترمخه د اسلام اباد د سېشن عدالت قاضي همايون دلاور د خالي/ شنبې په ورځ د عمران خان په ضد د توشه خانې قضيه کې د فريقېنو دليلونه اورېدلي، قضيه یې د اورېدنې وړ ګرځولې او د جولای په 12مه یې اورېدنه ټاکلې ده.
ويل شوي پرون د عمران خان وکیل بېرسټر ګوهر خان عدالت ته خواست کړی چې اورېدنه یې تر لسم جولای پورې وځنډوي او عمران خان ته دې عدالت ته د نه حاضرېدو استثنا ورکړي.
ویل شوي جج په اورېدنه کې د غصې څرګندونه کړې او ويلي يې دي د توشه خانې په قضيه کې عدالت نرمه رويه ساتلې خو عمران خان ترې ناجايزه ګټه پورته کوي.
په څلورم جون د توشه خانې په قضيه کې د اسلام اباد هايکورټ اورېدنه کړې او قضيه یې بيرته سېشن عدالت ته لېږلې وه.
له دې وړاندې د اسلام اباد سېشن عدالت د توشه خانې قضيې په حواله د عمران خان خواست رد کړی وو په کوم کې چې ویل شوي وو دغه قضيه دې د اورېدو وړ ونه ګرځوي. سېشن عدالت په عمران خان فرد جرم لګولی وو.
ويل شوي وو د اسلام اباد هايکورټ د سېشن عدالت فېصله کالعدم کړې، فېصله یې بیرته لېږلې او ویلي یې وو عدالت دې د عمران خان د وکيلانو دليلونه واوري بيا دې فېصله واوروي.
توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.
د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.
د عمران خان په ضد دغه مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس اوسني حکومتي اتحاد جمع کړی وو.
په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.
پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.
عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.
د رپورټونو ترمخه پرون په اورېدنه کې بېرسټر ګوهر خان دریځ وړاندې کړی د الېکشن کمېشن وکیل به خپل دلايل پوره کړي او دوی به راتلونکې اوونۍ خپل دلايل وړاندې کړي.
او جج همايون دلاور بيا ويلي، د توشه خانې په قضيه د ټول پاکستان نظر دی او د کله نه دغه اورېدنه د ده په عدالت کې روانه شوې نورې قضیې ودرېدلي دي عدالت به په قضيه کې نورې نېټې ور نه کړي.
بېرسټر ګوهر خان د سېشن عدالت د فېصلې چېلنج کولو ويلي دي.