لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو مشران نن د اوکراین له ولسمشر سره ویني او د ملاتړ ډاډ ورکوي خو غړیتوب یې "اوس امکان نه لري"


واشنګټن ــــ د نېټو اکثره مشرانو نن په لیتوانیا کې د اوکراین له ورغلي ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره لیدلي او د سرمشریزې غونډې په دویمه ورځ هم پر دې بحث کوي چې له اوکراین سره ملاتړ ته دوام ورکړي او په اتحاد کې یې شاملېدو ته یې لاره هواره کړي.

د نېټو مشرانو په یوه لیکلې اعلامیه کې د اوکراین د غړیتوب په ملاتړ خپل دریځ بیا تکرار کړی، خو سمدستي یې د صدر زلنسکي له غوښتنې سره سم د غړیتوب ورکولو ځانګړې ژمنه نه ده کړې او نه یې ټاکلی وخت یاد کړی:

"موږ به هله اوکراین ته په اتحاد کې د شاملېدو بلنه ورکړو، چې متحدین مو پرې اتفاق وکړي او شرطونه یې پوره شي".

د نېټو سرمشریزې غونډۍ په نننۍ ایجنډه کې د «نېټو- اوکراین کونسل» لومړۍ غونډه شامله ده او ټاکل شوې چې ولسمشر زلنسکي به د امریکې له ولسمشر جوبایډن سره جلا خبرې وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر جوبایډن به غونډې ته وینا کوي چې "څنګه به امریکا له خپلو متحدینو او شریکانو سره یو ځای د اوکراین ملاتړ کوي، د جمهوري ارزښتونو دفاع به کوي او د نړیوالو چېلنجونو د حل لپاره به اقدامات کوي."

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي نن پر خپل ټویټر په جلا- جلا ټویټونو کې ویلي، چې د جرمني له چانسلر اولف شولز، د برتانیې، کېنېډا، اسټرېلیا او نیدرلېنډ له وزیراعظمانو ریشي سوناک، جسټن ټروډو، اینټني البانیز، مارک روټ او د نېټو اتحاد له مشر ینس سټولټنبرګ سره یې لیدلي او د اوکراین پر حالاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

برتانیا وایي د G-7 هیوادونو غړي هیوادونو پلان لري د خپلو متحدینو لپاره یو داسې نوی چوکاټ اعلان کړي چې په بنیاد یې له اوکراین سره اوږدمهالې امنیتي مرستې برابرې کړي.

د نېټو اتحاد پراختیا

د امریکې ولسمشر جوبایډن د نېټو غونډې په لومړۍ ورځ وویل، دا سرمشریزه د یوې "تاریخي شېبې" استازیتوب کوي، ځکه چې وایي امنیتي اتحاد یې د اوکراین جګړې اړوند مسایلو د حل کولو په حال کې د پراخېدو ته تیارۍ کوي.

صدر بایډن پرون د نېټو مشر ینس سټولټنبرګ ته وویل، چې "په نېټو کې د فنلېنډ او سویډن شاملول به نتیجه ورکړي او ستاسې مشري په ریښتیا اهمیت لري، موږ له هغې خبرې متفق یو چې تاسو یې په راتلونکي کې له نېټو سره د اوکراین د یو ځای کېدو په اړه کوئ".

ینس سټولټنبرګ د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، هغه "بشپړ باور" لري چې د ترکیې پارلمان به سویډن د نېټو د نوي غړي په توګه ومني.

بل لور ته د اوکراین صدر زلنسکي هم په دې امنیتي اتحاد کې د خپل هیواد د شاملولو لپاره هڅې روانې ساتلې دي او دا یو داسې ګام دی چې د نېټو مشرانو له خوا یې د لیتوانیا د لوړې کچې په سرمشریزه کې د اخیستلو امکان نه لري.

ولادیمیر زلنسکي پر ټویټر لیکلي: "نېټو به اوکراین ته [په غړیتوب ورکولو] امنیت ورکړي، اوکراين به دا اتحاد پياوړی کړي" . صدر زلنسکي په وېلنیس کې له نننۍ غونډې څخه د توقعاتو په اړه پر ټویټر لیکلي:

"زموږ خپله دفاع ته زیات لومړیتوب ورکوو او زه د خپلو شریکانو مننه کوم چې د نویو ګامونو اخیستلو ته تیار شوي دي. زموږ جنګیالیو ته نورې وسلې او د ټول اوکراین لپاره د ژوند ساتنه، موږ به اوکراین ته نوي او مهم دفاعي وسایل راوړو".

د نېټو یو شمېر غړو د سرمشریزې په وخت له اوکراین سره د پوځي مرستو اعلان کړی. د جرمني حکومت سرچینو تر غونډې مخکې ویلي چې له اوکراین سره د 700 میلین یورو په ارزښت د پوځي وسایلو مرسته کوي.

د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون هم پرون وېلنیس ته له رسېدو سره سم اعلان وکړ چې هېواد به یې کیف ته د اوږده واټن ویشتونکي میزایل ورکړي چې وکولای شي د روس د یرغل خلاف خپله دفاع وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG