لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې جګړه او ورسره د اوربند دپاره جرګې هم روانې دي


د افغانستان سره په پوله پرتې د پښتونخوا په کورمه ضلع کې د شپږو ورځو راهسې د قبيلو تر منځ جګړه تر اوسه دوام لري خو ورسره ځايي مشران وايي د جګړې ختمولو دپاره جرګې روانې دي او د قبيلو تر منځ د اوربند او جګړې ختمولو هڅې کوي.

د کورمې سره تعلق لرونکي د پاکستان پيپلز ګوند د قامۍ اسمبلۍ غړی ساجد حسېن توري وايي، د هنګو، اورکزو او کوهاټ 35 مشران یې بللي، د کورمې د جګړې ختمولو دپاره د ځايي مشرانو سره ويني او په يو ځای کې یې اوربند کړی، خو اوس د تري منګل، کنج عليزۍ، کړمان بدما او مکبل ته جرګه تللې او هڅه کوي چې هلته هم اوربند وکړي او مورچې خالي کړي او په پرامنه ډول روانې شخړې هوارې کړي.

نوموړی چې مرکزي وزیر هم دی، وي او اې ډیوه سره په خبرو کې یې وويل، په کورمه کې په بوشهره او ډنډار علاقو کې د ځمکې په سر شخړه جوړه شوې وه خو هغه بيا وغځېده او د قبيلو ترمنځ روانه شوه.

هغه زياته کړه، په کورمه کې د ځمکو په سر شخړې کيږي خو هغه بيا د سني او شيعه په نوم بدلې شي. هغه وویل د تېرې شپې راهسې په جګړه کې قلاري وه او نوې مرګ ژوبلې نه دي شوي.

په کورمه کې په روانو جګړو کې د پرونه پورې د پاړه چنار مرکزي روغتون وي او اې ډيوه ته د نهه کسانو وژنې، او 72 ژوبلېده تاييد کړي وو. خو ډان ورځپاڼې نن په يو خبر کې د 11 کسانو د وژنو دعوه کړې ده.

د کورمې د روانې جګړې او شخړو د هواري دپاره جوړې جرګې يو غړي حاجي عابد وي او اې ډیوه ته وويل، دوی چې هر فريق له خبرو له ورځي دواړه د امن او روغې جوړې خبرې کوي.

هغه وویل، ځايي خلک شکايت کوي حکومت یې د مسلو په هوارولو کې دلچسپي نه لري، پولیس تشې مقدمې درج کوي، په عدالتونو کې قضيې پرتې وي نه هواريږي ځکه خلک په خپله په جګړو مجبوره شي.

نوموړي وويل، دوی هڅه کوي چې د جرګې د لارې د خلکو مسلې هوارې کړي.

د سيمې يو مدني فعال مزمل حسېن وويل، د جګړې له امله لارې بندې او د خوراک ستونزې جوړيږي او خوراکي توکي سخت ګران شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د سيمې خلک د سختې ويرې سره مخ دي چې بيا په علاقه کې د سني او شيعه جګړې پېل نه شي، په سيمه کې د بدامنۍ له امله کاروبارونه په ټپه ولاړ، تعلیمي هلې ځلې اغېزمنې شوي او د افغانستان سره د تګ راتګ لاره هم تړلې پرته ده.

خو ساجد توري وايي، دوی هڅې کوي چې د سيمې ټولې مسلې هوارې کړي او دوه مياشتې وړاندې د ځمکو د شخړو د هوارولو دپاره په حکومتي کچه کمشنر ټاکل شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د کورنيو او قبايلي چارو محکمې پرون په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د کورمې په اته علاقو کې د ځمکو په سر شخړې روانې دي، کومې چې ډېرې پخوانۍ دي.

په بيان کې ویل شوي، د ضلعې انتظامیې، پوليس او قانون نافذونکو ادارو په مرسته مشران د اوربند هڅه کوي او د فريقېنو سره خبرې روانې دي.

په بيان کې ويل شوي وو، په اوومه جولايۍ په ډنډار صحرا او بوشهره کې د شيعه او سني ټولنو ترمنځ د لانجمنه شاملاتو په سر ډزې پېل شوې او مرګ ژوبلې پکې اوښتې وې.

د کورنیو او قبايلي چارو محکمې زياته کړې په کورمه کې د حالاتو معمول ته راوستلو دپاره د خېبرپښتونخوا حکومت د ايين د 245 مادې لاندې د پوځ او اېف سي نفري غوښتې ده حکومت په حالاتو خبر دی او د تاوان د مخنيوي دپاره ټول اقدامات کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG