واشنګټن ــــ د ناروې د کډوالو شورا وايي، طالبانو په کابل کې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو یو کېمپ هغوی ته مخکې له خبر ورکولو پرته په زور ختم کړی چې پکې دوه ماشومان مړه شوي دي.
دې مرسته کوونکې ادارې د جولای پر 11مه په خپله اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت د ګل- دوشنبې په ورځ سهار وختي په زوره خلک له دغه کېمپه ایستلي چې له کبله یې 280 کورنۍ بې کوره شوې دي.
په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په شمالي او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د ناامنیو له کبله په زرګونو کورنۍ کابل ته کډه شوې او په دغه ښار کې د داخلي بې ځایه شویو دپاره په ځانګړیو شویو کمپونو کې دېره شوي دي.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا مشر نېل ټرنر له خولې ویل شوي، د کابل چارواکو چې دغه زیات زیانمن شوي خلک له دغو لنډمهاله کورونو ایستلي په افغانستان کې یې د بې ځایه شویو کورنیو ستونځې لا زیاتې کړې:
"موږ له چارواکو غواړو نور دې د خلکو ایستل ودروي، د نړیوال بشردوستانه او بشري حقونو قانون په ځانګړي توګه د بې ځایه شویو خلکو په اړه د افغانستان ملي پالیسي دې پر ځای کړي چې د جبري بې دخلۍ خلاف د دوی د حقونو ضمانت کوي".
د ناروې د کډوالو شورا وایي طالبانو چې سهار په بلډوزرو د دوی د کورونو نړول پیل کړل ماښام ته هیڅ هم پاته نه وو، وایي کورنیو ورته ویلي چې په دې عمل کې دوه ماشومان مړه شوي چې د یوه عمر 15 او د بل څلور کاله وو.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې لنډمهالي کېمپ د خالي کولو او په دې کار کې د دوو ماشومانو د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.
خو د طالبانو تر انتظام لاندې د کابل میونسپلټۍ یا ښاروالۍ پر خپل ټویټر ویلي چې د کابل ښار په 22مه برخه کې دا کېمپ پر غصب شوې سرکاري مځکه جوړ وو، ځکه یې ویجاړ کړی او پلان لري چې هلته زرغونې سیمې او سړک جوړ کړي:
"یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو په بېلابېلو پلمو په تېرو کلونو کې د سل جریبه دولتي ځمکې په غصب لاس پورې کړی وو، چې تر پیژندلو وروسته په دې سیمه کې د غاصبانو ناقانونه تاسیسات ویجاړ شول."
د ناروې د کډوالو شورا وایي د طالبانو له خوا د دغو لنډمهاله کورونو ناڅاپي نړولو اغېزمنې کورنۍ بېوسه کړې دي او خپل سامانونه یې هم له نړېدلو کنډوالو نه دي را ایستلي.
وایي دغه کورنۍ اوس په کوڅه کې په انتظار دي او نه پوهېږي کومې خواته لاړې شي، ځکه چې وایي مرسته کوونکې بشردوستانه ادارې هم هلته له ورتلو منع کړل شوې دي. په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مشر نېل ټرنر وایي:
"په دغو ځایونو کې اوسېدونکي بې ځایه شوي خلک مخکې لا د بقا پر څنډه له اقتصادي بحران سره مخ وو، دا [د خلکو ایستل] به شدیدې اندیښنې پیدا کړي او له مخکې زیاتې بشري اړتیاوې به لا پسې زیاتې کړي".
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د 2012 او 2022م کلونو تر منځ په لسو کلونو کې په افغانستان کې نیژدې شپږ میلینه (60 لکه) خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.