لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني او چينايي چارواکي وايي سيپېک راهداري د قرضو لومه نه بلکې د ترقۍ منصوبه ده


واشنګټن - د پاکستان او چین چارواکو په بيجنګ کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) د منصوبو جاج اخستی او ویلي يې دي چې دې منصوبې د پاکستان په پرمختیا او د دواړو ملکونو ترمنځه په تجارت سېوا کولو کې اهم رول ادا کړی.

امریکا ګڼي چين پاکستان د قرضو په دام کې راګیروي خو پاکستان او چین دغه تورونه ردوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کابینې د غړو سره په شریکه د سيپېک په اړه شوې غونډه کې برخه اخستې ده او په دې موقع يې ويليد سي پيک منصوبه د پاکستان د ټولنيز اقتصادي پرمختیا د پاره اهمه ده او د ده حکومت د منصوبې نه پوره پوره ګټو پورته کولو ته ژمن دی.

د پاکستان دننه په وروستيو کې په چینايي مفاداتو سېوا کېدونکو وسله والو بريدونو چينايي مشران انديښمن کړي دي. دوی د پاکستان نه غوښتنې کوي چې د چینايي وګړو د تحفظ د پاره ګامونه پورته کړي.

ځینې ناقدين د امنیت او د پور د پيسو د واپس کولو په سر د فشار راتلو خبرداری ورکوي او وایي په غونډه کې هیڅ لوړ پوړې چينايي چارواکي ګډون نه دی کړی.

دوه میاشتې وړاندې په پېرس کې د لیدلو په وخت د چین وزیراعظم لي کیانګ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نه د ترهګره ډلو خلاف د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړی وه.

د چين وزیراعظم ويلي وو چين تمې لري پاکستان به په خپل هېواد کې د بیلا بیلو ترهګرو ډلو خلاف د نتیجې وړ او کوټلي عملیات وکړي او د چینايي ادارو او وګړو تحفظ به یقيني کړي.

د نومبر په میاشت کې چې کله شهباز شریف د چین د صدر شي جین پینګ سره ملاقات کړی وو په هغې کې هم ورنه په پاکستان کې د چينايي وګړو او منصوبو د تحفظ غوښتنه شوی وه.

د دواړو هېوادونو چارواکو د سيپېک منصوبه د پاکستان د بنیادي اډاڼې او د توانایۍ او د ټولنیزې پرمختیا منصوبه بللې او ویلي يې دي چې په تېرو لسو کالو کې په دوه اړخیز تجارت کې هم اضافه رامخې ته شوې ده.

د چين د قامي پرمختیا او اصلاحاتو کمېشن مرستیال مشر کونګ ليانګ ويلي په تېرو لسو کالو کې پرله پسې تر اتو کالو پورې چین د پاکستان تر ټولو غټ تجارتي ملګرې پاتې شوی دی.

په کال 2022م کې د دواړو ملکونو ترمنځ دوه اړخیز تجارت 26.5 ارب ډالره ته رسېدلی دی. په پاکستان کې وړومبۍ «سب وې» او د جديد «اېکسپریس وې» ځینې برخې د مکمل کېدلو وروستو د ټرېفیک د پاره خلاصې شوې دي.

د سيپېک منصوبې د لس کاله پوره کېدلو په وخت بېجنګ کې د ګډې همکارۍ کمېټۍ د دوولسمې غونډې په وخت چارواکو وویل چې دې منصوبې په دواړو هیوادونو کې د اوچت معیار ترقي رامخې ته کړې ده.

د سيپېک منصوبې د روڼتیا په اړه خپله په پاکستان کې دننه او په نړیواله کچه پرله پسې پوښتنې راپورته شوي دي. مغربي چارواکي او په خاصه توګه امریکا تور لګوي چې د چين قرضې د هیوادونو د راګیرولو یو دام دی. پاکستان او چین دغه نیوکې او تورونه ردوي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ او د ترقۍ د پاره مرکزي وزیر احسن اقبال ویلي چې د سيپېک منصوبې په پاکستان کې د نتیجې وړ ترقي رامخې ته کړې ده. احسن اقبال د ډیټ ټرېپ یعني د قرضونو د دام تورونه رد کړل.

احسن اقبال ويلي دې منصوبې د پاکستان سره د توانایۍ د کمي په قابو موندلو او د بنیادي اډاڼې په ترقۍ کې مرستې کړې دي او وايي د سيپېک په منصوبو کې د قرضونو دام نشته:

"دې خلکو ته روزګارونه ورکړي دي، دې پاکستان سره په نوو ټیکنالوجیو پوهېدلو کې مرستې کړې دي. نقادان سوځي ځکه چې د دوی سره د ورکولو د پاره څه هم نه شته".

د سيپېک منصوبه په کال دوه زره دیارلسم کې شورو شوې وه او دعوې شوې وې چې دا به پاکستان په سیمه کې د کاروبار مرکز جوړ کړي.

د دواړو ملکونو چارواکي وايي چين نیغ په نیغه د 25 ارب ډالرو نه زیاته سرمایه کاري کړې ده او تمه ده چې په کال 2030م کې دا 62 ارب ډالرو ته ورسېږي. ټاکل شوې چې تر هغه وخته پورې به د یو شمېر صنعتي‌ زونونو په ګډون د سيپېک ټولې منصوبې پای ته ورسيږي.

د پاکستان د سېنټ د فاع کمیټۍ مشر مشاهد حسين په دې اړه وايي چين ګڼي چې د امنیت مسله د سيپېک د پرمختیا په لاره کې خنډ جوړیږي. هغه وايي چينايي مشران په پاکستان کې د خپلو وګړو او د ادارو د امنیت په اړه پرله پسې غوښتنې کوي له دې معلوميږي چې پاکستان د چينايي کارمندانو تحفظ نه دی يقيني کړی چې دا د پاکستان او چين په اقتصادي همکارۍ او په پاکستان کې دچین په سرمايه کارۍ ډېرې بدې اغېزې لرلی شي.

په کال 2021م د جولای په میاشت کې نهه چینايي وګړي په یو ګاډي شوي ځانمرګي برید کې وژلی شوي وو.‌ دوي په داسو ډیم کار کاوه. چا د بريد پړه نه وه منلې او پاکستان يې هم د پلټنو معلومات نه دي‌ شریک کړي.

دغسې په 2022م د اپریل په میاشت کې یوې ښځینه ځانمرګې حمله کوونکې په کراچۍ کې درې چینايي استاذان وژلی وو. ځینې سرچینې وايي چیینایي چارواکو ته د استخباراتو د لارې معلومه شوې ترهګر په اسلام اباد کې د چین سفارت په نخښه کول غواړي.

څېړونکي وايي د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د وسله والو د بریدونو په وجه په سيپېک منصوبو کار ورو شوی دی.

د واشنګټن په څیړنیزه اداره ویلسن سینټرکې د جنوبي ایشیا د چارو څیړونکي مایکل کوګلمین په یو لیکلي پيغام کې وي او اې ته ويلي د سيپېک په اړه ډېرې دعوې شوې وې خو دغه منصوبه په خپلو هیلو کې پاتې راغلې او په خاصه توګه د توانایۍ د اډاڼې په شان مونږ ډېر اهمې منصوبې هم لیدلې دي.

هغه وايي خو د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د امنیت په اړه د چین اندیښنو د سيپېک زور کم کړی دی. د دواړو هیوادونو د غټو دعوو باوجود راهدارۍ ته نقصان رسیدلی دی.

پاکستان باندې د بجلۍ د چینايي کمپنو 1.26 ارب ډالره پور دی او د وخت سره دا نور هم سېوا کيږي. چين د دې قرضو د ځنډولو یا دې ته د بیا کتنې نه انکار کړی او دغسې د سيپېک پور هم چین ته بیرته ورکول دي.‌ د چین قرضې د پاکستان د ټولو قرضو نیزدې دېرش فيصده دي.

په اسلام اباد کې د چين استازی پينګ چن شو وايي ډېر په خوشالۍ او فخر سره ویلی شي چې سيپېک د نړیوالې منصوبې بیلټ اینډ روډ انيشيټو یوه اهمه او کامیابه منصوبه ده.

هغه وايي په دې کې هیڅ شک نه لري چې د سيپېک د لس کاله کامیابۍ نه پس به چین او پاکستان په ګډه د سيپېک د اوچت معیار او د ترقۍ د پاره هلو ځلو ته دوام ورکړي.

“د چين او پاکستان تر منځ به یوه داسې شریکه ټولنه جوړه کړی شي چې په نوي دور کې به یو ګډ راتلونکی ولري”.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات د سیپېک په اړه د پاکستان له سرکاري ویبپاڼې او خبري ایجنسیو اې پي، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG