لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه وزارت: هيله لرو طالبان به د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کارېدو ته نه پرېږدي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې واکمنو طالبانو څو ځله دا ذمه واري منلې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان ضد کارېدو ته نه پرېږدي، او پاکستان هيله لري، طالبان به خپلې دغه ژمنې پوره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهره بلوڅ نه پرون په خبري غونډه کې پوښتنه شوې، په افغانستان کې د واکمنو طالبان ویاند د افغانستان دپاره د پاکستان د ځانګړي استازي دعوې رد کړي، نوموړي اصف خان دراني په يوه مرکه کې ويلي وو، "د افغان حکومت نه هيله لرو چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد اقدامات وکړي مخنیوی یې وکړي".

د [هم پښتو ون] په نوم خبري ادارې سره په مرکه کې د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دراني ويلي وو، "پاکستان به هغه وخت مطمين شي چې تحریک طالبان د منځه لاړ شي".

د زهره بلوڅ نه په پوښتنه کې زیاته شوې وه، پاکستان څه دريځ لری؟ هغې په ځواب کې ويلي:

"پاکستان خپل دريځ په ډاګه کړی چې د افغانستان د خاورې د پاکستان پرضد نه کارېدو ذمه واري په افغانستان کې په واکمنو ور اوړي".

زهره بلوڅ زياته کړې، "په افغانستان کې واکمنو طالبانو په مختلفو وختونو کې دا زمه واري منلې ده، په شمول د پاکستان، چين او افغانستان کې د طالبانو د وزير خارجه په اسلام اباد کې د ليدنې په مهال یې منلي وو، او پاکستان ته یې ډاډ ورکړی وو چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او مونږ تمه لرو دوی به خپلې وعدې پوره کړي".

په 25م اپرېل د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي.

په افغانستان کې طالبان د کال 2021م د اګست په مياشت کې په واک کې راغلي، پاکستان څو ځله داسې تورونه لګولي په پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستاني چارواکو د افغانستان څو سفرونه کړي او د افغانستان نه واکمنو طالبانو د اسلام اباد سفرونه هم کړي خو د تورونو لړۍ دوامداره پاتې شوې ده.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو او له دوی وړاندې افغان حکومتونو تل د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي.

افغانستان او امريکې تل په پاکستان دغه ډول تورونه لګولي چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG