لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د يو ځایي مشر مړی موندل شوی


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان کې د یو ځايي مشر ملک شاجهان مړی موندل شوی دی، ځايي خلک وايي وژل شوی مشر پرون نامعلومه کسانو د ګاډي نه کوز کړی او د ځان سره یې بوتللی وو.

د بر جنوبي وزيرستان پولیسو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، ملک شاجهان پرون د يوې جرګې نه بيرته را روان وو، په مکين کې نامعلومو کسانو د ګاډي نه کوز کړی او نن یې جسد تر لاسه شوی دی.

د پېښې ذمه واري تراوسه چا نه ده منلې. پوليس وايي د پېښې مقدمه هم تر اوسه نه ده درج شوې.

د افغانستان سره په پوله پرتو ناارامه شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان سيمو کې د اوږدې مودې نه د هدفي وژنو پېښې کيږي.

د شمالي وزیرستان د خلکو قامي (اتمانزو جرګه) او د ځوانو غېر دولتي تنظیم یوت اف وزیرستان د شمېرو ترمخه په سيمه کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو څخه را پدیخوا د 550 نه زیات کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

په حکومتي کچه دا دعوې نه دي تصدیق شوي خو تېر کال د جولایۍ په میاشت کې د هغه وخت د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر شاهد علي د خبري غونډې پرمهال منلي وو د جولايۍ 2022م پورې پورې 63 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي وو.

د اتمانزو قامي جرګې ويلي، په هدفي پېښو کې زیاتره د علاقې مخور مشران، افسران، سیاسي فعالان، دیني عالمان او زنانه وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ نهه کاله وړاندې په 2014 کې عملیات کړي او د عملیاتو په نتیجه کې دا سیمې د ناامنۍ څخه پاکې اعلان شوې وې.

د رپورټونو ترمخه پرون د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشا کې په امنیتي ځواکونو بريد کې د امنيتي چارواکو په وينا يو امنيتي عسکر وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

پوځ په رسمي ډول د دغه پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو تحريک طالبان په ګړیوم کې په پوځ د بريد دعوه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG