د پاکستان پلازمينې اسلام د مارګلې په غره کې د يوې ښځې سره په مبينه توګه جنسي تیری شوی دی. د اسلام اباد په کوهسار پولیس تاڼه کې د پېښې مقدمه درج شوې او ویل شوي، پېښه په هايکنګ ټرېک ټرېل تهري شوې ده چرته چې خلک غره ته د ورزش په غرض پیاده خيژي.
د اسلام اباد په کوهسار تاڼه کې درج شوې مقدمې کاپي په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او پاکستاني رسنيو هم دغه خبر خپور کړی دی.
د کومې ښځې سره چې په مبینه توګه په زوره جنسي تېری شوی هغې پوليسو ته ویلي، دولس جماعته پاس ده د نوکرۍ په لټون کې وه، د پنجاب د مريکې ضلعې د شيخو پوره علاقې اوسېدونکې ده.
هغې ويلي، نعمان نومې تن ورته په وټس اېپ پېغام ورلېږلی ترمنځ یې خبرې شوي، هغه ورته ځان د تعليم په محکمه کې اکاونټنټ افسر معرفي کړی چې د دوی سره نوکرۍ شته او دې ته به یې ورکړي او د نوکرۍ په بدل کې یې ترې 50000 روپۍ غوښتې وې.
د جنسي تيري مقدمه درج کوونکې ښځې ویلي، هغه په 12 جولايۍ د شيخوپوره نه پېنډۍ ته رسېدلې، هلته د خپلوانو کره پاتې شوې، بيا یې د نعمان سره لیدلي 30000 روپۍ یې ورکړي او هغه ورته ویلي پاتې پېسې به د نوکرۍ ترلاسه کېدو وروسته ورکوي.
د مقدمې په خواست کې متاثره ښځې زياته کړې، په 13 جولايۍ نعمان د ځان سره په موټر سايکل روانه کړې د اسلام اباد ټرېل تهري ځنګل ته یې بوتللې او د وسلې په زور یې ورسره جنسي تيری کړی او ګواښ یې ورته کړی که شور یې وکړو مړه به یې کړي.
دغې ښځې ویلي، د پېښې په اړه یې خپلوانو ته ویلي او مقدمه یې درج کړې ده.
د رپورټونو ترمخه د اسلام اباد پوليس د پېښې مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.
د روان کال فرورۍ په مياشت کې د اسلام اباد تر ټول غټ اېف ناين پارک کې د وسلې په زور جينۍ تښتول شوې او په مبينه توګه جنسي تېری ورسره شوی وو.
يادې پېښې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ویل شوی دی.
مرکزي وزیر احسن اقبال ویلي دا شرمناکه پېښه ده. د اسلام پوليس مشر چرته دی په پېښه کې ککړ کسان دې معلوم کړي او د عبرت نخښه دې جوړ کړي.
هغه وخت هم په ټولنيزو رسنيو د یادې پېښې په اړه سختې نيوکې شوې او ويل شوي وو چې اسلام اباد خوندي نه دی په نورو ځايونو کې به څه حال وي.
تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو وزارت قامي اسمبلۍ ته ویلي وو په تېرو درېو کلونو کې په ملک کې په ښځو د تشدد 63367 پېښې رجسټرډ شوې وې.
او ډان ورځپاڼې په يو رپورټ کې د نېشنل پوليس بېورو ترمخه ویلي وو چې په تېرو درېو کلونو کې په ملک کې د ډله يیز جنسي 11160 پېښې رجسټرډ شوې وې.