لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پټرولو اؤ ډيزلو نرخونه وغورځول


د پیسو له نړیوالې ادارې ای ایم ایف سره د درې ارب ډالره قرض تر بحالۍ وروسته د پاکستان مرکزي حکومت د پټرولو په نرخ کې د یو لیټر په سر د نهو اؤ د ډیزلو په نرخ کې د اوو روپو د لنډمهالي کمي اعلان کړی دی.

د پټرولو په نرخ کې د نهو روپو د کمي له اعلان وروسته اوس پاکستان کې د یو لیټر پټرولو بیعه 253 روپو اؤ د ډيزلو دیو لیټر بیعه 253 روپو اؤ 50 پیسو ته راټیټه شوې ده.

دپټرولو اؤ ډیزلو نرخ کې د کمي دا اعلان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار د خالي- شنبې په شپه کړی دی اؤ ویلي یې دي چې نوي نرخونه به هم 15 جولایي د شپې د دوولسو بجو نه پر ځای وي.

د پټرولو اؤ‌ ډيزلو نرخونو کې دا کمی به یوازې د پینځلسو ورځو لپاره وي اؤ تر هغې وروسته به حکومت د نوؤ نرخونو اعلان کوي.

دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار دپټرولو اؤ ډيزلو نرخونو کې دکمي داعلان په مهال خپل یو بیان کې ویلي چې په تېرو دوؤ اوونیو کې په نړیوال مارکیټ کې کوم فعالیتونه شوي دي دهغې له مخې د یو توکي نرخ یو څه راغورځیدلی اؤ د بل توکي نرخ په بره تللی دی.

هغه ویلي د پاکستاني روپۍ ارزښت ښه شوی دی چې له دې امله نرخونو کې هم ښه والی راغلی دی .

دخزانې وزیر ویلي دپاکستان حکومت اؤ وزیراعظم شهباز شریف غواړي چې خپل ولس ته څومره اساني ورکولی شي باید ور یې کړي اؤ په موجوده وخت کې مونږ د آی ایم ایف په حواله پټرولیم لیوي کې هیڅ بدلون نه کوؤ.

د آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ دپور له شوي تړون تړون وروسته څېړونکي وایي حکومت به اوس ارو مرو د توانایۍ څانګه کې نرخونه لوړوي.

دوه ورځې وړاندې دبجلۍ دنرخونو تړلو ادارې نیپرا دبجلۍ پسر ټیکس کې د څه کم پینځوؤ روپو د اصافې اعلان کړی ؤ اؤ مطبوعات وایي چې له دې وروسته به حکومت اوس ډیر زر د ګیس نرخونه هم لوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د روسیې نه په ارزانه بیعه تیل اخستي دي خو حکومت واضحه کړې ده چې د روسي تیلو اخستو سره به سم د ټکه دتیلو په نرخونو څه اثر نه پریوځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG