لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د بې درکه تن محمد ولي مړی موندل شوی، ځایي خلکو پرې سخت احتجاج کړی


درې ورځې وړاندې د جنوبي وزیرستان نه د بې درکه کړل شوي یو سیمه ییز تن محمد ولي مړی په داسې حال کې موندل شوی چې سرچینې وایي په بدن یې د ناتاره تشدد نخښې له ورایه ښکاري.

محمد ولي درې ورځې وړاندې د جنوبي وزیرستان د شکتوي سیمې څخه لادرکه کړل شوی ؤ.

سرچینې وایي تېره ورځ د هغه مړی په داسې حال کې موندل شوی چې تشدد پرې شوی دی.

د سیمې څخه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، د محمد ولي د مړي موندل کیدو نه وروسته د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ د سیمې اوسیدونکو د هغه جسد د پوځي قلعې مخې ته وړی اؤ هلته یې سخت احتجاج کړی دی.

په احتجاج شاملو کسانو غوښتنه کوله چې د محمد ولي قاتلان دې د قانون منګولو ته راکش کړل شي.

د سرچینو په وینا احتجاج کې شریکو وینا والو تور لګولی چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې په سپینه ورځ خلک له کورونو پورته کوي، زندانونو کې یې اچوي، تشدد پرې کوي اؤ د عدالتونو تر شا یې وژني چې بیا یې د شپې په تیاره کې مړی وغورځوي.

وینا والو ویلي چې هغوی نور د دې ظلم پرضد غلي نه پاتې کیږي اؤ د معلومو قاتلانو پرضد به د احتجاج اؤ مزاحمت لاره خپلوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپل یو ټویټ کې دعوه کړې ده چې محمد ولي دوه ورځې وړاندې د شکتوي سیمې نه د پاکستان پوځ تښتولی ؤ.

هغه ویلي د محمد ولي پرضد نه خو کومه مقدمه درج وه اؤ نه هغه کوم عدالت ته وړاندې کړل شوی بلکې نیغ په نیغه پرې تشدد شوی اؤ له وژل کیدو وروسته یې مړی په کلي کې غورځول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي میرکلام وزیر دعوه کړې ده چې محمد ولي دوه ورځې وړاندې د جنوبي وزیرستان په زندان کې د فوځیانو سره مړ شوی.

په ټویټر هغه لیکلي: "دا کومه وړومبۍ پېښه نه ده، په زندانونو کې د سختو شکنجو له امله ګڼ شمېر لادرکه کسان مړه شوي دي. خو د پاکستان رسنۍ او حکومت په بشپړه توګه په دې غلي دي، د مرکزي حکومت ټول مشران د وزیرستان په مسله غلي دي".

په وزیرستان کې وخت په وخت د سیمه ییزو خلکو د جبري لادرکیو اؤ بیا د هغوي د مړو موندل کیدو پېښې رامنځته کیږي چې ددې پېښو پر ځل څو ،څو ځله په سیمه کې احتجاجونه هم شوي دي.
د دې ترڅنګ په دې قبایلي سیمه کې په امنیتي ځواکونو بریدونه اؤ هدفي وژنې هم دوامداره دي چې په دې بریدونو کې دګڼ شمیر عسکرو تر څنګ دسیمې یو شمیر مخور مشران ،سیاسي فعالین اؤ تولنیز شخصیات وژل شوي دي.
دشمالي وزیرستان د خلکو قامي (اتمانزو جرګه) او د ځوانو غیر دولتي تنظیم یوت اف وزیرستان د شمېرو ترمخه ضرب عصب عملیاتو څخه را پدیخوا 550 نه زیات کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

په حکومتي کچه دا دعوې نه دي تصدیق شوي خو تېر د جولایۍ په میاشت کې د هغه وخت د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر شاهد علي د خبري غونډې پرمهال منلي وو تېر کال 2022 کې تر جولایۍ د میاشتې پورې 63 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي وو.

د اتمانزو قامي جرګې غړی ډاکټر ګل علم وایي په هدفي پېښو کې زیاتره د علاقې مخور مشران، افسران، سیاسي فعالان، دیني علیمان او زنانه وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ نهه کاله وړاندې په 2014 کې عملیات کړي او د عملیاتو په نتیجه کې دا سیمې د ناامنۍ څخه پاکې اعلان شوې وې.

خو تېر کال د جون په میاشت کې لومړی د یوت اف وزیرستان څلور فعالان او بیا د جمعیت علما اسلام ف ګوند د یو ځایي مشر تر وژنې وروسته اتمانزو قامي جرګه پیل کړې وه او د حکومته نه یې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG