لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ: د ملکي خلکو قضيې د ايين خلاف پوځي عدالتونو ته نه شي لېږل کېدی


د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال ويلي، د ملکي خلکو قضيې د ايين خلاف پوځي عدالتونو ته د اورېدنې دپاره نه شي لېږل کېدی، نوموړي دغه څرګندونې د ملکي خلکو ضد په پوځي عدالتونو کې د قضيو په خواستونو اورېدنه کې کړي دي.

د چيف جسټس په مشرۍ د سپريم کورټ د شپږو ججانو ډلې په خواستونو نن اورېدنه کړې ده.

د رپورټونو ترمخه چيف جسټس ویلي، نهمه مې هر څوک سنجيده جرم مني او د کوم ملزم د پرېښودو يا خوشي کولو خبره نه کوي خو ملکي خلکو ته ايين تحفظ ورکوي.

په پاکستان کې په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

عمران خان ويلي، په حقيقت کې په نهمه مې د دوی پرضد سازش شوی وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

په 26 جون د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په خبري کانفرنس کې ويلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.

له دغې وړاندې په 26 مې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوې وې.

هغه ویلي وو "په 499 مقدمو کې يواځې شپږ مقدمې، دوه په پنجاب او څلور په خېبرپښتونخوا کې دي، د هغو ممکنه اورېدنې به په پوځي عدالتونو کې کيږي".

د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.

د پاکستان پخواني چيف جسټس جواد ايس خواجه سره، د پاکستان ياد قانون پوهه وکيل اعتزاز احسن او پخواني وزیراعظم عمران خان په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد مقدمو چلولو خلاف سپريم کورټ ته خواستونه کړي وو.

په ننۍ اورېدنه کې د مرکزي حکومت لخوا د د پوځي عدالتونو په حواله خواستونو دپاره د فل کورټ يا پوره عدالت لګولو په خواست چيف جسټس ويلي دا وخت پوره عدالت لګېدل ممکن نه دي ځکه ځينې ججان موجود نه دي.

د رپورټونو ترمخه د سپريم کورټ د وکيلانو د اتحادیې [سپريم کورټ بار] مشر عابد زبېري عدالت ته خپل دلايل وړاندې کړي او ويلي یې دي، په 1999 کې د سپريم کورټ د لیاقت حسېن د قضيې اصول موجود دي چې په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد مقدمې نه شي چلول کېدی.

هغه زياته کړې د 21م اييني بدلون ضد خواستونو په فېصله کې عدالت د بيا کتنې خبره کړې وه.

جسټس يحيا اپريدي پوښتنه کړې چې د اييني بدلون نه بغېر د ملکي خلکو په پوځي عدالتونو کې اورېدنه کېدی شي؟ د عابد زبېري نه یې د دريځ په ډاګه کولو غوښتنه کړې ده.

عابد زبېري ویلي، د ملکي خلکو ضد په پوځي عدالتونو کې مقدمې د اييني بدلون نه بغېر نه شي کېدی.

یادونه:- په خبر کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG