امریکې یو ځل بیا ویلي دي چې دپاکستان دپخواني وزیراعظم د حکومت د تښتې نسکورولو په لړ کې په امریکا لګول شوي تورونه بې بنیاده دي.
دچهارشنبې یا د شورو په ورځ واشنګټن کې دامریکې دخارجه محکمې ویاند واضحه کړې ده چې امریکا دپاکستان یا کوم بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
دخارجه محکمې ویاند میتهیو ملر خبریالانو ته د ورځنېو معلوماتو ورکولو په مهال دیوې پوښتنې ځواب کې وویل "زه نه پوهیږم چې زه څو وارې ددې پوښتنې هم دا یو ځواب ورکولی شم اؤ هغه دادی چې دا تورونه بیخي اساس نه لري"
د ویاند نه دپاکستان دکورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله دهغه بیان په رڼا کې پوښتنه شوې وه چې پکې هغه دپخواني وزیراعظم عمران خان د پرنسپل سیکرټري اعظم خان ددې اعترافي بیان په اړه څرګندونې کړې وې چې دامریکایي مداخلت په لړ کې دعمران خان د سایفر یا سازش بیانیه دروغ وه.
عمران خان دبې باورۍ دتحریک له لارې دخپل حکومت دنسکوریدو تور په امریکا لګولی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې امریکې دپاکستان داپوزیشن ګوندونو سره په ګډه دهغه حکومت نسکور کړی اؤ دا چې دې لړ کې امریکا کې دپاکستان پخواني سفیر دامریکایي سازش نه دده حکومت له وړاندې څخه خبر کړی ؤ.
کله چې یو خبریال دامریکایي ویاند نه وپوښتل ایا امریکا به ددې ستونزې دهواري لپاره څه کوي ؟ نو ویاند میتهیو ملر وویل امریکا دپاکستان یا کوم بل هیواد په کومه سیاسي ستونزه کې ځان نه رالړي.
دهغه په خبره "امریکا د کوم هیواد په کورنیو سیاسي پوښتنو کې ځان نه ککړوي اؤ مونږ دپاکستان یا کوم بل ملک دسیاسي ګوندونو سره نه ودریږو"
تر دې وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دعمران خان دنزدې ملګري اؤ پخواني پرنسپل سیکرټري اعظم له لوري د سایفر په اړوند اعترافي څرګندونې د عمران خان خلاف چارج شیټ بللی ؤ او ویلي یې وؤ چې دهغه پرضد قانوني کارروایي پکار ده.
اعظم خان تېره ورځ پخپل اعترافي بیان کې ویلي وؤ چې عمران خان دسایفر بیانیه دخپلو سیاسي ګټو لپاره جوړه کړې وه اؤ په امریکایي سایفر یا سازش کې هیڅ حقیقت نه ؤ.
امریکې تر دې وړاندې هم ځو،څو ځل د عمران له لوري په ځان لګیدلي دسازش تورونه بې اساسه بللي اؤ واضحه کړې یې ده چې واشنګټن د یو هیواد په کورنیو چارو کې هم لاسوهنه نه کوي.
عمران خان دخپل حکومت په وروستیو ورځو کې اؤ دخپل حکومت له ړنګیدو نه وروسته تور لګولی ؤ چې امریکا کې دپاکستان سفیر اسد مجید ته دامریکې دبهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونلډ لو په مبینه توګه ویلي وؤ چې که دعمران خان دحکومت پرضد دبې باورۍ تحریک کامیاب شي نو دا به د پاکستان په ګټه وي.
عمران خان دعوې کوي چې حکومت یې د روس اؤ اوکراین ترمنځ دجګړې په پیل کې روس سره دپاکستان د پراخه شوؤ اړیکو له امله نسکور کړی شوی دی.