د پاکستان د موسمياتو محکمې د ملک په برنو علاقو کې د نن څخه د 26مې جولايۍ پورې د نورو بارانونو ورېدو امکان څرګند کړی او په غرييزو علاقو کې د غرونو ښوېدو د خطرې ویل شوي دي.
د موسمیاتو محکمې ویلي، د خليج بنګال څخه پشکالي هواګانې ملک ته داخليږي او د لویدیځې څپې اغېزې به یې د ملک په برنو علاقو وي.
ويل شوي، د نن څخه 22مې جولايۍ نه تر 26مې جولايۍ پورې به په چترال، دير، سوات، شانګله، بونېر، مانسهره، کوهستان، اېبټ اباد، هري پور، پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار، کورمه، لکي مروت، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، بنو، کرک او وزیرستان کې د تېزو سيلو سره په دمې دمې سره باران او په ځينو ځايونو کې د تېزې سيلۍ سره تېز باران وي.
د 22مې جولايۍ نه تر 24مې جولايۍ پورې په ژوب، شېراني، بارکهان، موساخېل او پنجاب سره په پوله پرتو بلوڅ سيمو او سيند صوبې د سکهر نه تر کراچۍ پورې هم د باران امکان څرګند کړی شوی دی.
د موسمیاتو محکمې د بارانونو په ممکنه اغېزو کې د خېبرپښتونخوا په غرييزو سیمو کې د غرونو ښوېدو او بلوچستان په شمال ختيځو سيمو کې د خوړونو راوتو ویلي دي.
زميندارو ته لارښوونه شوې موسم ته په کتو دې خپل معاملات ترتيب کړي او سېلګرو ته ځان د حالاتو نه خبر ساتلو او احتیاط کولو ویل شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] د تېزو بارانونو او خوړونو راتلو ويلي او متعلقه ادارو ته یې د چمتو کېدو لارښوونه کړې ده.
پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] دوه ورځې وړاندې ویلي، د 25م جون څخه څخه تر 20مې جولايۍ پورې په ملک کې د بارانونو په مهال پېښو کې د 37 ماشومانو په ګډون 101 کسان مړه شوي او 180 ژوبل شوي دي.
د ادارې د شمېرو ترمخه تر ټولو زيات 57 کسان په پنجاب، 25 په خېبرپښتونخوا، لس په سيند او شپږ کسان په بلوچستان صوبه کې مړه شوي دي. ويل شوي په پېښو کې 154 کورونه اغېزمن شوي، 28 پکې په بشپړ ډول تباه شوی او 186 څاروي هم مړه شوي دي.