لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن راتلونکې اونۍ په ټونګه کې د امریکا سفارت پرانیزي


دې به د ټونګه سرښار نیوکو الوفه (Nukuʻalofa) کې د امریکې د سفارت پرانسته کوي. دا د امریکې د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په سیمه کې د چین د اثر رسوخ او فشار د مخنیوي د پاره دغلته سفارتي شتون زیات کړي.

د سفارتي چارو د پاره د وي او اۍ د خبریال سینډي سین رپورټ ارباب محمود علي وړاندی کوي.‌

ایشیا محور، د امریکې د خارجه تګلارې یوه مهمه برخه پاتې شوی ده او خارجه وزیر انټني بلېنکن دې ته پام کوي.

دې ایله، تیره هفته د انډونیشیا سرښار جاکارته کې د اسیان د غونډې نه بیرته ستون شوی، او اوس د ګل د ورځې نه ټونګه ته روانېږي او بیا وروستو به اسټرېلیا او نیوزي لینډ ته هم ورځي.

بلېنکن، د امریکې خارجه وزیر دې چې ټونګه ته ورځي. دې به په نیوکو الوفه کې د امریکې د نوې سفارت پرانسته کوي.

د جمعې په ورځ په کولوراډوکې د اېسپن سیکورټي فورم ته د وینا په وخت چې کله د بلېنکن نه پوښتنه وشوه چې دا سفر يې په بحرالکاهل سیمه کې د چين د موجودګۍ د مخنیوي د پاره دی، نو ده ویل

"ښه، دا له دې هیوادونو سره د اړیکو د قایمولو د هڅو سره هم ډیر تعلق لري، کوم چې په تیرو وختونو کې د پامه غورځولی شوي.

په ټونګه کې د چین یو غټ سفارت دی او د بحرالکاهل د سیمې د نورو ټاپوانو په ګډون په بنیادي اډانه کې زیات رقمونه مصرف کوي.

له وېلسن سېنټر څخه شيحوکو ګوټو په دې اړه وايي،

"امریکا په لوبه کې ډیر وروسته شامل کېږي، ملکونه، لکه جاپان په دې سیمه کې ډیر فعاله دې. او د دې هیوادونو په ارزښت باندی د پوهې د پاره، د امریکې دغلته ورتګ او رابطې قایمول، داسې دي چې دوي هڅه کوي چې د بحرالکاهل د سیمو د ټاپوانو د ولس د زړونو او ذهنونو ګټلو د پاره د چين سره سخته مقابله وکړي.

امریکا او د ده سیمه ایزه ایتلافیان لکه اسټریلیا او نیوزي لینډ هم په سیمه کې د سمندري ځواک د اډې د جوړولو په اړه د چین د ارادو په هکله اندېښنه لري. چین د سولومن ټاپوانو سره تیرکال امنیتي لوظنامه لاسلیک کړی ده.

د امریکې په انسټیټوټ اف پيس څیړنیزه اداره کې د جنوب ختیځې ایشیا او د بحرالکاهل د ټاپوانو د سيمې ماهر براین هارډنګ وايي تایوان د چین تر د ټولو غټه اندېښنه ده. د بحرالکاهل د ټاپوانو د سېمې ځني هیوادونه تای پۍ مني او د دوي‌ په خاوره د چين سفارتونه هم نشته.

یونایټډ سټیټ انسټیټیوټ اف پيس نه براین هارډنګ

"تر دې دمه، د بحرالکاهل د ټاپوانو د سیمې شپږ ملکونه تایوان په رسمي توګه مني.‌ چین په دې تیرو یو څو کلونو کې سولومن ټاپوان او کیرابس پشا کولو کې کامیاب شوی دی. او اوس غواړي چې د نورو سره هم دا کار وکړي.‌

خارجه وزیر بلېنکن به د ټونګه نه وروسته نیوزيلینډ ته ورځي چرته چې به د ښځو د فټبال نړیوالو مقابلو کې د امریکې د لوبډلې د نیدرلینډز سره مقابله ګوري. بلېنکن به د خپل سفر په اخري پړاو کې اسټرېلیا ته ورځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG