لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلینسکي او د ناټو مشر له اوکراین څخه د غنمو لېږلو پر لارو خبرې کوي


واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د خالي یا شنبې په ورځ د ناټو له مشر ینز سټالټنبرګ سره د تورې بحیرې له لیارې د غلو دانو د صادراتو د تړون د بېرته پر ځای کولو پر مسلې خبرې کړي.

د ملګروملتونو په منځګړیتوب شوي تړون کې چې د ګل یا دوشنبې په ورځ یې وخت پوره کېږي د دې خبرې ضمانت شوی و چې د تورې بحیرې له لیارې به د اوکرین له بندرونو څخه په غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو بار کښتۍ په خوندي توګه تېرېږي.

زېلینسکي وویل، هغه او سټالټنبرګ "ژمن دي چې د تورې بحیرې د لیارې پرانېستلو په برخه کې راتلونکي ضروري ګامونه لومړیتوب لري."

زېلینسکي همدارنګه د غلو دانو د لېږد ددغه تړون په اړه د جمعې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوان سره هم خبرې کړي.

زېلینسکي وویل، "مونږ خپلې هلې ځلې همغږې کړې چې د تورې بحیري د غلو تړون بېرته پرځای شي. د روس د کړنو له امله نړۍ یو ځل بیا د خوراکي توکو د کموالي له ناورین سره مخ ده. د افریقا او اسیا ۴۰۰ میلیونه خلک د ولږې له ګواښ سره مخ دي."

د تورې بحیرې د نېټې له پای ته رسېدو سره ماسکو د تورې بحیرې زیاتې برخې د کښتیو له لیارې لېږد ته خطرناکې اعلان کړې او د اوکراین په بندرونو یې د ډرنونو او توغندیو بریدونه کړي چې ۶۰۰۰۰ میټریک ټنه غنم پکې له منځه تللي.

ماسکو خبرداری ورکړی چې دوی به هغه کښتۍ چې د تورې بحیرې له لیارې تېرېږي داسې وګڼي لکه اوکراین ته چې وسلې لېږدوي.

دې ته ورته اوکراین ویلي، چې دوی به هغه کښتۍ چې د روس تورې بحیرې لوري ته روانې وي داسې وګڼي چې "پوځي سامانونه پکې بار دي او له ټولو خطرونو سره به مخ وي."

له هغې راهیسې چې د غلو دانو د لېږد دغه تړون پای ته رسېدلی د هغو کښتیو شمېر ۳۵ فیصده کم شوی چې د تورې بحیرې له لیارې به د غنمو بارولو ته ورتلې.

همدارنګه د دغې بې باورۍ له زیاتېدو سره چې کېدای شي روس به په تجارتي ترافیک باندې برید وکړي، د کښتیو د بیمې یا انشورېنس کمپنیو د هغو کښتیو بیمه ځنډولې کومې چې له اوکراین څخه غنم لېږدوي، پرته له هغو وړو بندرونو چه د ډانباس په اوږدو کې دي.

خو د دې ټولو ګواښونو سره سره د ځینو کښتیو مالکان لیواله دي چې له اوکراین څخه د نړۍ بېلابېلو بندرونو ته غنم ولېږدوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG