د پېښور حمزه خان د پاکستان په استازيتوب د نړیوال جونیر سکواش اتلولي کټلې، هغه په پايلوبه کې د مصر محمد ذکريا ته ماتې ورکړې ده، پاکستان 37 کاله وروسته د جونير سکواش اتلولي ګټلې ده.
له دې وړاندې په کال 1986 هم د پېښور سره تعلق لرونکي جان شېر خان د پاکستان په استازيتوب د جونير سکواش اتلولي ګټلې وه.
د حمزه خان د مصر د محمد ذکريا سره سیالي د اسټریليا په ملبورن ښار کې شوې ده.
د اتلولۍ ګټلو وروسته حمزه خان ويلي، د جونیر سکواش اتلولۍ نه وړاندې یې هم د 14 پورې ټايټلې ګټلي دي.
هغه ويلي، د پاکستان د سکواش فېډرېشن او پوځ مننه کوي چې ملاتړ یې کړی دی او که د پاکستان نه ورته داسې ملاتړ ترلاسه کېدو، د پاکستان نوم به په هر ځای کې روښانه کوي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف حمزه خان ته په اتلولۍ ګټلو اومبارکي ویلې ده.
شهباز شريف ویلي، د حمزه په محنت پاکستان 37 کاله وروسته بيا دغه اعزاز ترلاسه کړو، يو وخت وو چې جهانګیر خان او جان شېر خان د سکواش ياد اتلان وو او نړيوالې سيالۍ يې ګټلې، د حمزه او هغه په څېر نور ځوانان رول ماډل لري، د پاکستان راتلونکی روښانه دی.
د کراچۍ مېر مرتضا وهاب، سياسي او نورو ګڼو کسانو حمزه خان ته اومبارکي ويلې ده.