واشنګټن – طالب چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ښځو سېنګاتونونه وتړل.
وسلوالو طالبانو د سېنګاتونونو مالکانو ته تر دې مخکې یو میاشت وخت ورکړی وو چې خپل دوکانونه وتړي.
له دې سره په غریبۍ ځپلي افغانستان کې په لسګونو زره ښځې بې روزګاره شوي.
وسلوالو طالبانو په واک باندې له قبضې راهیسې په تېرو نېږدې دوو کلونو کې د ښځو په حقونو باندې ګڼ بندیزونه لګولي، له زده کړو، بهر وتلو او اکثرو کارونو څخه یې منعه کړي دي.
سېنګاتونونه یو له هغو محدودو ځایونو څخه وو چې دوی به پکې کار کاوه او له یوه بله سره لیدل.
په سېنګارتونونو کې اکثرو کارکونکو مېرمنو ویل چې دوی د خپلې کورنۍ لپاره د روزي ګټلو یواځینۍ سرچینې وې.
د وسلوالو طالبانو له دغه نوي بندیز سره شاخوا ۱۲۰۰۰ سېنګارتونونه چې ۳۰۰۰ یې په پلازمېنې کابل کې وو وتړل شول.
د سېنګارتونونو د مالکانو د اتحادیې په وینا په دغو سېنګارتونونو کې کابو ۶۰۰۰۰ ښځو کار کاوه.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت دغو سالونونو مالکانو ته یوه میاشت وخت ورکړی وو چې خپل سالونونه وتړي. دوی ویل چې سېنګارتونونو کې هغه خدمات ورکول کېږي چې په اسلام کې منعه شوي.
د طالبانو د ادارې یو ویاند په پرلپسې بیانونو کې ویلي، چې دغو سالونونو نه د زوم کورنۍ ته هغه مهال چې ناوې به یې د واده د مراسمو لپاره وروستله ډېرې اقتصادي ستونزې جوړې کړې وې.
طالبانو دا هم ویلي، چې له زیات مېکاپ سره ښځې په سمه توګه اودس هم نشي کولای او د ویښتانو او وریځو کېنول د شریعت پر خلاف دي.
د طالبانو لخوا ددغه بندیز په وړاندې د سېنګارتونونو مالکانو ځینې لاریونونه هم وکړل او له طالبانو یې وغوښتل چې دوی دې د روزي ګټلو له یواځني لارې څخه نه محروموي.
طالبانو تېره اونۍ په کابل کې په دې اړه راټولو شویو لاریون کونکو ښځو باندې هوايي ډزې هم کړې وې.
ملګروملتونو او د بشري حقونو ډلو د افغان ښځو په سېنګارتونونو باندې له بندیز سره مخالفت کړی.
یوناما په یو تازه بیان کې له طالبانو غوښتي چې خپل دغه حکم دې بېرته واخلي او خبرداری یې ورکړی چې دا به د هېواد په اقتصاد او د ښځو په کاروبار باندې ناوړه اغیز وکړې.
په عادي ژوند کې د ښځو په حقونو دغه بندیزونه په نړیواله توګه غندل شوي او ملګروملتونو د طالبانو اداره د جنسیتي توپیري چلند د رژیم (جندر اپارتایډ رژیم) په توګه غوندلې.
دغو بندیزونو ته په کتلو سره تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
وسلوال طالبان د خپلو سیاستونو په دفاع کې وايي، چې هغه د افغان کلتور او شریعت سره همغږي دي خو دا هغه ادعا ده چې په ګرده اسلامي نړۍ کې یې د دین عالمان په کلکه ردوي.