لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روانه اوونۍ امریکایي چارواکي دوحه کې د طالبانو د حکومت استازو سره په مهمو موضوعاتو خبرې کوي


ټاکل شوې ده امریکایي چارواکي به روانه اوونۍ په قطر کې په افغانستان د واکمنو طالبانو داستازو سره لیدنه وکړي اؤ ورسره به دافغانستان په اړوند په مهمو موضوعاتو وغږیږي.

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت له لوري دخپرې شوې اعلامیې له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به د جولای له 26 تر 31 د قطر پلازمېنې استانه، قزاقستان او دوحې ته سفر وکړي.

اعلامیه کې ویل شوي چې په استانه کې به امریکایي چارواکي د افغانستان په اړه د C 5+1 ځانګړې غونډې لپاره د قزاقستان، قرغزستان ، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له استازو سره وویني.

اعلامیه وایي امریکایي استازي به د مدني ټولنې له هغو غړو سره هم وګوري چې په افغانستان او قزاقستان کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې فعالیتونه کوي.

داعلامیې له مخې توماس ویسټ اؤ رینا امیري به په دوحه کې د طالبانو له استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له تخنیکي مسولینو سره وګوري او د افغانستان په مهمو ګټو به ورسره خبرې وکړي

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت له مخې ،ددغو کتنو په لومړیتوبونو کې به د افغانستان خلکو سره په بشري ملاتړ،په اقتصادي ثبات اؤد ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره دعادلانه او باعزته چلند په اړه خبرې اترې شاملې وي.

اعلامیه زیاتوي طالب چارواکو سره به په دې خبرو کې دافغاستان په امنیتي ستونزو ،دنشه یي توکو دتولید اؤ قاچاق دمخنیوي په هڅو هم خبرې اترې کیږي.

امریکایي چارواکي قطر کې طالبانو سره دا لیده کاته په داسې وخت کې کوي چې دنړۍ دغوښتنو برعکس په افغانستان واکمنو طالبانو په افغان میرمنو دبندیزونو ساحه نوره هم پراخه کړې ده اؤ دهیواد دننه یې دښځو په زرګونو سینکار خونې تړلې دي.

تر دې وړاندې طالبانو دنجونو تر شپږم ټولګي لوړو مکتبونو اؤ پوهنتونونو ته په تګ بندیز لګولی ؤ اؤ هم افغان مېرمنې منعې کړې دي چې په دفترونو کې به کار نه کوي.

همداشان طالبانو پارکونو اؤ جمونو ته دښځو په تګ هم بندیز لګولی دی اؤ دریځ لري چې دا ټول اقدامات یې دشرعي قوانینو اؤ دافغانستان دکلتور په اساس پورته کړي دي.

په اګست کال2021 کې طالبان یو وارې بیا دافغانستان په اقتدار قابض شوي دي خو تر دې مهاله د نړۍ یو هیواد هم دهغوي حکومت په رسمیت نه دی منلی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG