لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې په پينځم ځل ماحولیاتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی


پاکستان کې د پوليو مخنیوي پروګرام ویلي، پېښور کې په ماحولياتي نمونو کې د پولیو وايرس تصدیق شوی دی. پېښور کې د روانې میاشتې په سر کې په څلورم ځل په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی وو.

سږ کال د پېښوراو خېبرپښتونخوا د بېلابيلو علاقو ترڅنګ په لاهور او کراچۍ کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.

د پوليو مخنیوي پروګرام ویلي، تازه چې کومه ماحولیاتي نمونه تصديق شوې د جولايۍ په څلورمه نېټه د پېښور د نري خوړعلاقې نه د سخا اوبو څخه نمونې اخستل شوې او په هغې کې د پولیو وايرس معلوم شوي دي.

ويل شوي دغه وايرس هم په جينياتي توګه د افغانستان د پوليو وايرسو سره يو شان دي.

په خبر کې زياته کړی شوې پېښور کې سږ کال دا تازه پينځمه ماحولياتي نمونه ترلاسه شوې او د نري خوړ څخه پرله پسې څلورم ځل دی چې د پوليو وايرس ترلاسه شوي دي.

پاکستان کې د صحت وزير عبدالقادر پټېل ويلي، وايرس پولې نه لري او ماشومان ناروغه کوي هغه که د پولې هرې خوا ته وي.

هغه ويلي، د مياندو پلارانو دپاره ضروري ده چې د ويکسينو په اهميت ځان بوه کړي نه يواځې په هر مهم کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي بلکې د حفاظتي ټيکو کورس یې هم مکمل کړي او د ناکاره ناروغو څخه یې وژغوري.

هغه زیاته کړې، پاکستان کې د پوليو د مخنیوي پروګرام په افغانستان کې د پوليو پروګرام سره مسلسل په تماس کې دی او دواړه په ګډه د پولې دواړو خواو ته د وايرسو د منتقلۍ په قابو کولو کار کوي.

په څلورمه جولايۍ په ماحولياتي نمونه کې د پوليو وايرس تاييد کېدو په مهال د پوليو د مخنيوي پروګرام وي او اې ډیوه ته ويلي وو، "سږ کال په 2023 کې په ټول ملک کې د پوليو 11مه مثبته ماحولياتي نمونه معلومه شوې ده".

له دغې وړاندې د جون په میاشت کې په پاکستان کې د صحت قامي مرکز ليبارټرۍ په پېښور، هنګو او جنوبي وزیرستان کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس د موجودګۍ ویلي وو.

د پولیو مخنیوي پروګرام ویلي، د اګست د لومړۍ نېټې څخه د ملک په 61 ضلعو کې د پولیو ضد کمپاين کولی شي او د پينځه کالو نه کم عمر 77 لکه ماشومانو ته به پکې د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شی.

ويل شوي پاکستان کې سږ کال د پوليو يوه پېښه او 12 مثبتې ماحولياتي نمونې ترلاسه شوي او افغانستان کې پينځه پېښې او 32 ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG