د پاکستان پوځ دعوه کړې د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا په خېبر او جنوبي وزيرستان سيمو کې یې کامیاب عملیات کړي او درې ترهګر يې وژلي دي.
پوځ د شپې ناوخته په خپور کړي بيان کې ويلي، په 27 جولايۍ یې د خېبر په باغ علاقه کې د ترهګرو سره نښته شوې وه.
ويل شوي په دغه نښته کې يو ترهګر وژل شوی او د ولقې نه یې وسله ترلاسه شوې وه.
خو د وژل شوي ترهګر نور تفصیل نه دی ویل شوی.
له دغې دوه ورځې وړاندې د خېبر په جمرود سيمه کې د يو مشکوک ځانمرګي په حمله کې يو پوليس افسر وژل شوی وو.
او له دغې پېښې څلور ورځې وړاندې څلور ورځې واړندې د خېبرضلعې د تحصيل په ودانۍ ځانمرګي بريدونو کې د پوليسو په ګډون درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.
پوځ په تازه بيان کې ويلي، پرون د جمعې په ورځ د جنوبي وزيرستان د ګومل زام ډېم په علاقه کې د ترهګرو او پوځ ترمنځ نښته شوې او دوه ترهګر پکې وژل شوي دي.
پوځي بيان کې دعوه شوې وژل ترهګر د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په وژنو کې ککړ وو، خو د ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې.
پوځ ويلي د سيمې اوسېدونکو د پوځ تازه عملیات ستايلي او ترهګرۍ د خاتمې په لړ کې یې بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
په 27 جولايۍ تحريک طالبان پاکستان په جنوبي وزيرستان کې په پوځ د حملو زمه وارۍ منلې پوځ ته د تاوان اړولو دعوه یې کړې خو پوځ د دغو بریدونو څه نه دي ویلي.
پاکستان کې روان کال او په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، زياتره یې په خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې کيږي.
د روانې مياشتې په سر کې په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې [پي آی سي اېس اېس] ویلي وو، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.