واشنګټن - د پاکستان ځایي رسنیو خبر ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په باجوړ ضلعه کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمن ډلې په یوه غونډه کې چاودنه شوې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
چارواکو ویلي چې دا چاودنه نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د باجوړ ضعلې په خار تحصیل کې شوې ده.
د ریسکیو-۱۱۲۲ ترجمان، بلال فیضي د ډان اخبار ته ویلي چې قریب پېنځوس زخمیان تر اوسه هسپتال ته رسولی شوي او دا یره شته چې د زخمیانو په شمېر کې به اضافه راشي.
که څه هم ځینو رسنیو د 5 تنانو او ځینو د 10 تنانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی، خو تر اوسه د وژل شوو تنانو د شمېر په اړه کره معلومات ورکړی شوي نه دي.
د جمعیت علمای اسلام-ف ډلې یو مشر حافظ حمدالله ویلي چې هغه ته د ورکړی شوو معلوماتو ترمخه، په دې پېښه کې "10-12 کارکنان شهیدان شوي او د لسو نه ډېر زخمیان دي."
هغه جیو نیوز ته ویلي، د دې حملې ذمه وارانو ته دا ویل غواړي چې دا کار جهاد نه بلکې ترهګري ده.
د دې خبر په اړه به وروستو چې نور معلومات مونږ ته دستیاب شي، تاسو سره به یې شریک کړو.