لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: که ټي ټي پي د القاعده سره الحاق شي، خطه کې به یو بل نه تمامېدونکی جنګ راشي


د ملگرو ملتونو د سېکوریټي کونسل دا خبره چې ګني تحریک طالبان پاکستان د القاعده ډلې سره د یوځای کېدو کوششونه کوي، په سیمه کې د څېړونکو پام ځان ته اړولی دی. هغوی وایي، دا ښيي چې القاعده اوس هم په افغانستان کې مضبوطې جرړې لري او په دې ټولو چارو کې واکمن طالبان لاس لري.

څېړونکي زیاتوي چې که چرته د القاعده او ټي ټي پي الحاق وشي، نو په راتلونکي کې به سيمي دپاره يو بل نه تماميدونکی جنګ راوړی شي.

ډان ورځپاڼې ليکلي دي چې ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په چارو نظر لرونکي د ملګرو ملتونو کميټي خپل دغه رپورټ د رواني مېاشتي د جولائي په پېنځه ویشتمه نيټه سلامتي کونسل کې وړاندې کړی چې په کي ويل شوي چې کالعدم ټي ټي پي د القاعده سره د يو ځای کيدو په تکل کې ده چې د دې لارې سويلي ايشيا کې د تندروه ډلو مشري وکړي.

یو شمېر څيړونکي وائي که د يو عام وګړي په توګه وکتل شې نو نه القاعده کې څه فرق شته او نه په تحريک طالبان پاکستان او نه په واکمنو افغان طالبانو کې.

دوی وائي که کوم رياست ترهګري ختمول غواړي، نو په کار ده چې ټولو تندروه وسلوالو ډلو ته القاعدې په نظر وګوري، نو هله به دهشت ګردي له منځه ځي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګي استاد پروفېسر عرفان اشرف وائي: "که چيرې يو رياست د ترهګرۍ مخه نيول غواړي، بيا به هغوی ټولو ګرپونو ته د القاعدې په لينز کتل وي، نو هله به دا دهشت ګردي ختميږي ولي چې دا ياد ساتل ځکه په کار دي چې په سيمه کې نورې ترهګرې ډلې د القاعدې نه پس سیمې ته راغلي دي."

په ياد رپورټ کې د پاکستان د حکومت د هغه شکايت پخلي شوی دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنيدو ورسته، د کالعدم ټي ټي پي ډلې، په افغانستان کې خپل فعاليتونه سېوا کړي دي.

هم دا راز ويل شوي دي چې په پاکستان کې مخ په زياتيدونکو بريدونو کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان ته القاعده لارښودنه کوي.

خبريال رفعت اورکزي ویلي، که چيرته د ټي ټي پي او القاعده په باقاعده توګه پيوستون کيږي نو القاعده ته به نژدي شپږ زره پورې جنګيالي په لاس ورشي کوم چې به د دې منطقې د پاره د خطر وړ وي.

اورکزي وي او اې ډیوه ته وویل: "په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې تحريک طالبان پاکستان د القاعده او امارت سلامي افغان طالبانو جوړ شوی تنظيم دی او د القاعده چې په ټوله دنيا کې څومره پنځه شپږ برانچونه دي چې دا د هغوی يوه پاليسي ده چې چرته د دوی تنظيم وي هلته د مقامي تنظيمو سره اتحاد کوي، لکه عراق کې افريقه کې او دلته په برصغير کې، د لوکل تنظيمو سره الحاق کوي دوی ټرين کوي او په شا یې دوي وي."

سلامتي کونسل کې جمع شوي راپور کې دا هم ويلي شوي چې ځني نور ناقانونه وسلوالي ډلي د افغان طالبانو د کنټرول نه بچ کيدو په عرض د کالعدم ټي ټي پي ملاتړ کوي.

بل لوري ته افغان طالبانو د ملگرو ملتونو دغه رپورټ په غلط ګرځولو سره رد کړی دی او د دوی وياند ذبيح الله مجاهد د ټوئيټر د لارې خپل يو ټويټ کې ويلي دي چې القاعده په افغانستان کې څه ډول وجود نلري.

خو څيړونکي بيا وائي چې افغان طالبانو تراوسه د دوحه لوظنامي شرطونه ترسره کولي پاتي راغلي دي وائي د افغانستان په خاوره د القاعدي وجود نه د انکار کولو خبره افغان طالبان د سياسي چال په توګه کوي.

نوموړي عرفان اشرف زياتوي: "طالبانو خو نه صرف ټي ټي پي نه مني په افغانستان کې بلکي هغوی خو داعش هم نه مني، هغوی به څنګه دې ته تيار شي چې القاعده په افغانستان کې شته بيا هغوي دروغجن ثابت کيږي او د دوحه لوظنامي لاندي هغوي ته چې کوم اختيارات ورکړل شوي د هغي نفي کيږي."

د افغانستان په چارو نظر لرونکي پوهان وائي دا مهال افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو جالي د پاکستان سره په پوله لګيدلي کونړ او ننګرهار نه تر ديرش ولايتونو پوري غزيدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG