لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: قامي اسمبلۍ به په نهم اګست ماته کړی شي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي په نهم اګست به د قامي اسمبلۍ ماتولو سمري يا سپارښتنه صدر ته وليږي او د نګران حکومت د پاره به زر د خپلو اتحاديانو سره مشوره وکړي.

پاکستانيو رسنيو دغه خبره د سرچينو له قوله کړې ده. د پاکستان د موجوده اسمبلۍ وخت په 12م اګست سر ته رسي.

وزيراعظم چې صدر ته د اسمبلۍ ماتولو سمري وليږي او که صدر یې لاسليک نه کړي د ايين ترمخه 48 ساعته پس په خپله عملي کيږي.

وزیراعظم شهباز شریف تېره شپه د پارلیمان غړو ته په وینا کې ویلي، په تېر يو کال کې د سختو مشکلو حالاتو سره مخ پاتې شوي دي.

نوموړي ویلي د دومره سختو سره مخ شوي چې بيانولی یې نه شي، نوموړي د عمران خان په تېر حکومت او د حکومت وروسته په ملک کې د اړي ګړي جوړولو تورونه هم لګولي دي.

شهباز شريف ویلي، د نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] څخه د پور ترلاسه کول ورته يو غټ چېلنج جوړ شوی او د هغه خوبونه یې ورک کړي وو.

نوموړي ملک ته د ورپېښو ډېرو چېلنجونو يادګېرنه کړې چې د اتحاديانو سره په ګډه یې ترسره کړي دي.

پاکستان چې دا وخت هم د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی تېره میاشت یې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د درېو اربو ډالرو د پور پروګرام ترلاسه کړی دی.

د خزانې وزير اسحاق ډار تېره میاشت ویلي وو، د نړیوالې مالياتي ادارې د انتظامي بورډ د منظورۍ وروسته د آی اېم اېف لخوا د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک ته د 1.2 ډالرو لومړی قسط ترلاسه شوی او پاکستان د پرمختګ په لار روان شوی دی.

اقتصاد پوهان وايي د آی اېم اېف څخه د پور پېسې ترلاسه کېدو سره د ملک د ديواليه کېدو څخه بچ کېدو دعوې سمې دي خو د پاکستان د اقتصاد مسله ورسره نه ده هواره شوې.

اقتصاد پوهان وايي د آی اېم اېف سره د نهه میاشتو دپاره د پور پروګرام ترلاسه کېدل پاکستان ته موقع په لاس ورغلې چې اقتصادي اصلاحات وکړي او اقتصاد په سم لوري روان کړي.

د اقتصاد پوهانو په نظر نهه مياشتې موده د درېو حکومتونو په وخت کې راځي. موجوده حکومت معاهده وکړه دا حکومت به ختم شي، نګران حکومت به راشي او درې مياشتې وروسته به انتخابات کيږي د هغې وروسته به نوی حکومت جوړيږي، آی اېم اېف به دا ټول هر څه څاري، چې پاکستان سره یې په کومو شرطونو د پور تړون شوی دی.

رسنیو د سرچينو له قوله ویلي وزيراعظم شهباز څرګندونه کړې د نګران وزیراعظم ټاکلو دپاره به ډېر زر مشورې پېل کړي او په دوه درې ورځو کې به د مشورې عمل پوره شي.

په 12م اګست چې د موجوده اسمبلۍ اييني موده سرته رسي يو بل مرکزي وزير خورشيد شاه هم ویلي په نهم اګست به د اسبملۍ ماتولو سمري صدر ته لېږل کيږي.

پاکستان کې د اوس نه د راتلونکو انتخاباتو په کېدو بحثونه روان دي پاکستاني مطبوعات وايي د انتخاباتو کره نېټه نه معلوميږي چې کله به وي.

خو حکومتي وزيران تل وايي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کيږي او اعلان به یې د ټاکنو کمېشن کوي.

خو مخکيني وزيراعظم عمران خان په حکومت نيوکې کوي چې د انتخاباتو وروسته کولو ته بهانې جوړوي او انتخابات په وخت کول نه غواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG