لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل عاصم منیر: پاکستان به په هر قیمت د خپلو شهریانو دفاع کوي، د ټي ټي پي سره د تسلیمېدو بغیر بله لار نشته


واشنګټن - د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل عاصم منیر وایي د پاکستان په ناامنیو کې د افغان شهریانو لاس لرل، د خطې امن او استحکام ته نقصان پېښوي، او پاکستان به په هر قیمت چې وي، د خپلو شهریانو دفاع وکړي. هغه دا هم ویلي چې ټي ټي پي د مذاکراتو بیا پیلېدل غواړي، مګر د هغوی سره د تسلیمېدو بغیر بله لاره نشته.

جنرل منیر د ګل/دوشنبې په ورځ، په پېښور کې د صوبې د نوو ضم شوو قبایلي ضلعو له قومي مشرانو سره لیدلي او په سیمه کې یې د امن او استحکام په حوالې سره خبرې کړي دي.

د پوځ د مطبوعاتي ادارې (آی اس پي آر) د بیان ترمخه، جنرل منیر په دې لیدنه کې یو ځلي بیا ټینګار کړی چې پاکستان د کالعدم تنظیمونو د پټنځایونو او "په افغانستان کې د هغو د آزادو فعالیتونو" په باب فکرمندي لري.

د جنرل منیر د قوله په بیان کې راغلي چې: «پاکستان به د ترهګرو شبکو د نابوده کولو دپاره هېڅ قسم کوښښونه دریغ نکړي او په هر قیمت به د خپلو شهریانو حفاظت وکړي.»

هغه همدا ډول یو وار بیا د ملامتۍ ګوته په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته نیولې او دعوه یې کړې چې د پاکستان په وروستیو ناکراریو کې د افغانانو لاس دی.

د پوځ د سرلښکر وینا ده: «ترهګرۍ ته په پاکستان کې ځای نشته او په پاکستان کې په ترهګرو پېښو کې د افغان شهریانو لاس لرل، د خطې امن او استحکام ته نقصان پېښوي، او د دوحې د امن لوظنامې څخه د افغان موقت حکومت انحراف دی.»

یاده دې وي چې طالبانو د پاکستاني چارواکو دغه قسمه دعوې رد کړي او څه موده وړاندې یې ویلي و چې په دوحه کې د دوی لوظنامه د امریکا سره وه، نه د پاکستان سره، او دا یې هم ویلي و چې د طالبانو "امارت" غواړي د پاکستان سره د ګاونډیتوب او ورورولۍ په بنیاد تعلقات وساتي، نه د دوحې د لوظنامې په بنیاد.

د دې نه علاوه، د افغان طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د اګسټ په درېیمه نېټه یو بیان جاري کړی و او هغه کې یې ویلي و چې دوی "هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر خلاف وکارول شي. که په دې اړوند کومه اندیښنه وجود ولري باید چې مخامخ له اسلامي امارت سره شریک کړل شي، نه دا چې په رسنیو کې بې ګټې ادعاوې کیږي او عامه ذهنیت مغشوشوي."

ټي ټي پي ته د جنرل عاصم منیر دړکه

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي اداره (آی اس پي آر) وایي چې سرلښکر جنرل عاصم منیر د خیبرپښتونخوا په فرانټيئر کورپس کې د قبایلي ضلعو له قومي مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې دعوه کړې چې کالعدم ډله ټي ټي پي غواړي بیا ورسره مذاکرات پیل شي، مګر اوس به صرف د ریاست قوت ته تسلیم کیږي، او بله لاره ورسره نشته.

د جنرل منیر د قوله په بیان کې ویل شوي: «په دې وروستو کې په ترهګرۍ کې راغلې اضافه، د ترهګرو له اړخه یو بېکاره کوښښ دی چې بیا مذاکرات پیل کړی شي. مګر د دغو ترهګرو دپاره بله هېڅ لاره نه ده پاته بغیر د دې چې د پاکستان د ریاست طاقت ته تسلیم شي.»

د پوځ سرلښکر دا هم ویلي چې که هغوی (ټي ټي پي) خپلې "غلطې لارې" ته دوام ورکړي، نو "تباه" به کړی شي.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې قبایلي مشرانو د پوځ سرلښکر ته دا یقین ورکړی چې په قبایلو کې د ټي ټي پي نظریات به هېڅکله ونه منلی شي او هغوی به په هر قسمه حالاتو کې د ریاست ترڅنګ اودریږي.

د قبایلي سیمو د ترقۍ په برخه کې جنرل منیر قبایلي مشرانو ته ویلي چې خیبرپښتونخوا صوبې ته خدای د درنګونو او منرالونو سترې ذخیرې ورپه برخه کړي او «د سېلګرۍ دپاره داسې ښکلي ځایونه هم لري چې په یقین سره به د سیمې برخلیک به د خلکو په ګټه بدل کړي.»

د پوځ سرلښکر په داسې حال کې د قبایلي ضلعو د ممکنه ترقۍ یادونه کړې چې هغو ضلعو کې لا اوس هم د پوځ له اړخه ځیني محدودیتونه لګول شوي، ترقياتي منصوبې یې مخې ته نه دي روانې، او سېلګران خو پرېږده چې د پاکستان صحافیانو ته هم اجازت نشته چې ځینو قبایلي سیمو ته ولاړ شي او د هغو نه رپوټ برابر کړي.

د قبایلي سیمو یو شمېر خلکو د ناامنۍ خلاف احتجاجونه او پرلتونه کړي، خو د ځینو په ضد یې د غدارۍ مقدمې درج کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG