لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په اټک جېل کې څه حال لري؟


واشنګټن (وی او اې اردو سروس) - د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند چیئرمېن عمران خان دا مهال د اټک په جېل کې قید دی او وکیلان یې کوښښ کوي چې هغه د اټک جېل نه، اډیاله جېل ته منتقل کړی شي.

د عمران خان وکیل، نعیم پنجوتهه د ګل/دوشنبې په ورځ د عمران خان سره ملاقات کړی چې د دې ملاقات تفصیل په سمدستي توګه بیان شوی نه دی، خو نعیم پنجوتهه دعوه کړې چې عمران خان په جېل کې په اذیت کې ساتلی شوی، مګر حوصلې یې لوړې دي.

تر دې وړاندې، د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مرستیال مشر شاه محمود قریشي دعوه کړې وه چې عمران خان په اټک جېل کې، په یوه کوټه کې چې 9x11 ده، ساتل شوی دی.

د پنجاب د داخله محکمې د ذرائعو ترمخه، عمران خان د سختو حفاظتي اقداماتو په وجې سره، په اټک جېل کې په یوه علیحده سېل/کوټه کې د نورو قیدیانو په توګه ساتلی کیږي، چېرته چې هېچا ته هم د تګ اجازت نشته.

ذرائع دا هم وایي چې عمران خان ته په سېل یا د جېل په کوټه کې ټول بنیادي سهولتونه موجود دي چې په کې یوه پنکه، بستر، په ټاکلي وخت ډوډۍ، چای، او جدا لېټرین شامل دي.

د نورو قیدیانو په شان، عمران خان ته هم په هفته کې یوه ورځ په جېل کې د خپلۍ کورنۍ او وکیلانو سره د ملاقات اجازت شته.

اټک جېل په برطانوي دور کې جوړ کړی شوی او یو سېکوریټي جېل ګڼلی کیږي. د اټک جېل د انتظامیې مطابق، پخوا به په دې جېل کې داسې کسان په قید کې ساتلی کېدل چې د بغاوت تور ورباندې لګېدلی و.

عمران، د پاکستان د یو پخواني وزیراعظم په حیث، لومړنی سیاستمدار دی چې په اټک جېل کې قید کړی شوی دی. خو نور سیاستمدارانو هم په هغه جېل کې وختونه تېر کړي دي. د مې میاشتې د نهمې نېټې د واقعاتو وروستو، د پي ټي آي مرستیال چېئرمېن شاه محمود قریشي هم په دې جېل کې قید کړی شوی و.

د پنجاب پخوانی وزیراعلی شهباز شریف (چې اوس وزیراعظم دی)، د خیبرپښتونخوا پخوانی وزیراعلی سردار مهتاب احمد خان، د مواصلاتو پخوانی وفاقي وزیر اعظم خان، د اېم کیو اېم رهنما ډاکټر فاروق ستار، او د پخواني وزیراعظم نواز شریف زوی حسین نواز هم په اټک جېل کې قید پاته شوي دي.

عمران خان ته په جېل کې بي-کلاس ولی ندی میسر؟

د پنجاب د داخله محکمې ذرائع وایي چې د قواعدو ترمخه، کله چې څوک په جېل کې قید کیږي، نو د هغه د اړخه د بي-کلاس یا نورو سهولتونو دپاره یو درخواست ورکولی کېدلی شي. داخله محکمه زیاتوي چې تر اوسه د عمران خان له اړخه داسې څه درخواست هم نه دی ترلاسه شوی او چې کله د بهتر کلاس درخواست د عمران خان له طرفه وشي، نو د قانون مطابق پر هغه غور کېدلی شي.

په هغه صورت کې، د پاکستان د پرېسنز رولز (د جېل د قواعدو)-۱۹۷۸ مطابق، عمران خان ته بي-کلاس ورکولی شي چې په هغه کې د جېل مړۍ، جامې، یو مېز، یوه کرسۍ، کتابونه، د خوښې اخبارونه، یو بستر، او د غسل خانې سهولت شامل دی، مګر د بهر نه به د خوراک راوړلو اجازت ورته نه وي.

د پنجاب پولیسو د اګسټ په پېنځمه نېټه، عمران خان په لاهور کې د هغه له هستوګنځای څخه ګرفتاره کړ، ځکه د توشه خانې په مقدمه کې د اسلام آباد سېشن عدالت هغه ته د درې کاله بند او یو لاک روپۍ جرمانې سزا اورولې ده.

د دې ترڅنګ، عمران خان د سزا پوره کولو نه وروستو، تر پنځو کلونو پورې په سیاست کې له برخې اخېستو هم منعه کړی شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG