لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف وایي، نن به د قامي اسمبلۍ د ماتېدو سپارښتنه د هیواد صدر ته ولیږي


په پاکستان کې د مرکزي حکومت اییني موده په 12م اګست سرته رسیږي خو وزیراعظم شهباز شریف اعلان کړی دی چې هغه به نن د شورو- چهارشنبې په ورځ د هیواد صدر ته د قامي اسمبلۍ د ماتولو سپارښتنه ولیږي.

د نهې په ورځ اسلام اباد کنونشن سینټر کې یوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته به حکومتي چارې نګران حکومت په لاس کې ونیسي اؤ تر هغې وروسته چې انتخاباتو کې هر ګوند ته ولس رایې ورکړې هغه به خپل راتلونکی حکومت جوړوي.

د پاکستان د ایین له مخې د قامي اسمبلۍ ماتېدو نه وروسته د دریوؤ میاشتو دننه نوی الیکشن ضروري وي خو څېړونکو اؤ حکومتي وزیرانو ویلي چې د نوې سرشمیرنې په اساس کیدونکي انتخابات به تر دریوؤ میاشتو زیاته موده واخلي .

پخپل یو جلا بیان کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د نګران وزیراعظم د ټاکنې فیصله به په مشورې سره کولی شي اؤ له مشورې وروسته چې کوم نوم مخې ته راشي په هغې به د اپوزیشن لیډر سره سلا کوي.

پاکستاني رسنۍ د تېرو څو ورځو راهسې د بیلابیلو شخصیاتو په اړه امکان ښیي چې ګنې د ملک نګران وزیراعظم به وټاکل شي خو شهباز شریف پخپل بیان کې ویلي چې تر اوسه د نګران وزیراعظم لپاره د نومونو ټاکنه نه ده شوې اؤ د نوازشریف سره په دې معامله مشورې روانې دي.

شهباز شریف ویلي دوي هڅه کوي یو داسې نګران وزیراعظم ته د ملک د اقتدار واګې ور وسپاري چې هغه ټولو خواؤ ته د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله نه وروسته د دفاع وزیر خواجه اصف هم تېره ورځ بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې امکان ښودلی دی چې راتلونکي انتخابات به جنورۍ 2024م پورې وشي.

د شهباز شریف حکومت دعوه کوي چې د خپلو قابو 15میاشتو په اقتدار کې یې د هیواد د اقتصادي سقوط مخه نیولې ده اؤ په پاکستان یې د نړۍ باور بیا بحال کړی دی خو دحکومت مخالفین اؤ څېړونکي بیا نیوکې کوي چې دشهباز شریف په حکومت کې ګراني زیاته شوې ده، په ازاد صحافت نا اعلانه بندیزونه لګول شوي اؤ د ترهګرۍ څپه بیا چټک شوې ده.

وزیراعظم شهباز شریف پخپل حکومت کیدونکو دې نیوکو ته په زیاتره موقعو خپل ځواب کې ویلي چې د تیر حکومت نه ورته اقتصاد په تباه حال حالت کې ترلاسه شوی ؤ چې د ګرانۍ لامل هم دتیر حکومت ناسمې تګلارې دي اؤ وایي ترهګر هم د عمران خان په تیر حکومت کې بیا فعال شوي اؤ منظم شوي وو

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG