واشنګتڼ - د پاکستان قامي اسمبلۍ ماته کړی شوې ده، او د وزیراعظم شهباز شریف پرځای به یو موقت وزیراعظم د حکومت چارې سمبالې تر هغو سمبالې کړي چې په درې میاشتو کې دننه انتخابات ترسره او آینده وزیراعظم وټاکلی شي. دا بدلون په داسې وخت کې راځي چې ملک د اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ دی.
قامي اسمبلۍ د شورو/چهارشنبې په ورځ، درې ورځې وړاندې له هغه چې په رسمي توګه یې پنځه کلنه دوره ختمه شي، ماته کړی شوه. د پاکستان په 76 کلن تاریخ کې، دا درېیمه پرله پسې قامي اسمبلۍ وه چې خپله قانوني موده یې ختمه کړی شوه.
مګر د 241 میلینه آباتۍ لرونکي ملک، پاکستان کې آینده انتخابات ممکن د څو میاشتو دپاره وځنډیږي، ځکه د پاکستان الېکشن کمېشن وایي دوی ته د مردم شمارۍ د نوو معلوماتو او ډېټا ترمخه، له سره حلقه بندۍ ټاکل دي.
د تېر ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د لسو نه زیات سیاسي ګوندونه په پارلېمان کې سره یو لاس شول او د عدم اعتماد رایې د طریقه یې وزیراعظم عمران خان له واکه لېرې کړ. د هغه نه پس، شهباز شریف د پي ډي اېم په مشرۍ د وزیراعظمۍ عهده په غاړه واخېسته او شپاړس میاشتې په واک کې پاته شو.
د ښاغلي شهباز شریف د عهدې په موده کې پاکستان د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) نه د قرضو اخېستو په خاطر، ملک کې ډېر سخت د سپما ګامونه عملي کړل. پاکستان په دې موده کې د ژور اقتصادي بحران او بې مثاله ګرانۍ سره مخ شو.
شهباز شریف د خپلې انتظامیې د ګامونو دفاع وکړه او ویې ویل چې دوی په ملک کې د تېرکال تباه کنه سېلابونو او بیا د اوکراین جګړې له امله د انرجۍ د بیعې لوړېدو باوجود، کوشش وکړ چې د رامخته شوو چلېنجونو مقابله وکړي.
ناقدین دا مني چې د شهباز شریف دپاره د کلونو کلونو راهېسي راپیدا شوو اقتصادي چلېنجونو مقابله په شپاړسو میاشتو کې سخته وه. خو هغوی د حکومت د دې کار مذمت کوي چې د پارلېمان د ماتېدو نه وړاندې په څو هفتو کې یې په لسهاوو متنازعه قانوني مسودې یې په بېړه منظورې کړلې، او دوی دعوه لري چې په دې کار سره، ګني انتظامیې غوښتل پوځ خوشحاله کړي.
د پاکستان د بشري حقونو د آزاد کمېشن مشره حنا جیلاني وایي: "زه فکر کوم چې دغه پارلېمان، ریاست په بې نظمۍ کې پرېښودلی دی. زما په خیال، داسې یو حالت ته یو دم راکښته شو چې ښکاري په پاکستان کې د مختلفو سېویلین څانګو پوځي کېدو ته یې سر ټیټ کړی دی."
ميرمن جيلاني ځیني هغه قانوني مسودې چې په تعدۍ سره پارلېمان کې منظورې کړی شوې، زړه بوږنوونکې وبللې او ویې ویل چې پاکستان کې دمخه لا جمهوریت کمزوری و، او دې سره لا پسې ډېر کمزوری شو.
د هغې وینا ده چې: "دا هغه قوانین دي چې سېول آزادۍ او آزادي رای د پښو لاندې کوي او پوځ ته زښته زیات اختیار ورکوي چې په سېویلین چارو کې مداخلت وکړي."
په دې قانوني بلونو کې چې ورباندې تنقید کیږي، د نورو مسودو ترڅنګ، د رسمي رازدارۍ قانون او د پاکستان د پوځ قانون ترمیمات هم شامل دي.
ناقدین وایي په ترمیماتي قوانینو کې د وسله والو ځواکونو بدنامه کول، جرم بلل شوی او استخباراتي ادارو ته زښته زیات اختیار ورکړی شوی چې سیاسي رقیبان او ناراضه کسان په نښه کړي.
په اسلام آباد کې د قوانینو د توسعې او شفافیت د انسټیټوټ مشر احمد بلال محبوب، چې تنظیم یې په پاکستان کې د جمهوریت او جمهوري ادارو د پیاوړي کولو په برخه کې کار کوي، وي او اې ته وویل: "دا په دې معنا چې په آینده ورځو کې چې مونږ په پاکستان کې کوم قسمه سیاسي نظم پیشګویي کولی شو، زما په فکر، بنیاد یې د همدې قوانینو د طریقه کېښودل شوی دی. شاید مونږ به آینده کې د یو دا قسمه نظام سره مخ شو چې لا ډېر جابرانه وي او جمهوري اقدار او بشري حقونه به په پام کې نه نیولی کیږي."
هغه زیاته کړه چې د عمران خان په خلاف د عدم اعتماد راي په حوالې سره چې کوم شرایط مخې ته راغلل، نتیجه یې د سیاسي واک اختیار یو پرامنه منتقل کېدل و، مګر څو میاشتې پس یو ډول "پولرائزېشن او خرابي" یې مخې ته راوړله.
شهباز شریف او ملګري یې د خپلې کارکردګۍ دفاع کوي، او وایي چې دوی ته د عمران خان د دور ډېر چلېنجونه او ستونزې ورپاته وې، چې په شپاړسو میاشتو کې یې حل ممکن نه و.
Forum