پېښور - د پاکستان د راتلونکي موقتي یا نګران حکومت لپاره د وزیر اعظم د نومولو د اعلان سملاسي وروسته، د نوي ټاکل شوي نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ او د هغه د ګوند "باپ" پوځي اسټېبلشمنټ سره په نزدې اړیکو ساتلو تاوده بحثونه پیل شوي دي.
ځینې سیاسي مشران اؤ څېړونکي نوی وزیراعظم او د هغه ګوند د پوځ لاسپوڅي بولي او یو شمیر نورو یې د ټاکنې هرکلی کړی دی او وایي د هیواد د پرمختیا لپاره به غوره ګامونه واخلي.
په کال 2018م کې د عامو ټاکنو نه وړاندې، باپ ګوند د بلوچستان په سیاسي منظر ناڅاپه د یو ستر قوت په توګه مخې ته راغلی وو اؤ نه یوازې په بلوچستان صوبه کې یې خپل حکومت جوړ کړی ؤ بلکې په سینیټ کې یې خپل غړی صادق سنجراني هم د چیرمین په توګه راوستی وؤ.
باپ ګوند تر اوسه په بې ارامه بلوچستان صوبه کې پنجې خښې کړي دي.
سیاسي څېړونکي باپ ګوند په یاده صوبه کې د ناراضه بلوڅانو او ملتپاله پښتنو پر ضد د اسټېبلشمنټ جوړه شوې سیاسي څېره ګڼي.
خو د باپ ګوند مشران په ځان د پوځ د پلوي ګوند تورونه ردوي اؤ وایي د بلوچستان د مظلومو خلکو مرسته یې تر شا ده اؤ صوبې ته خپل حقونه ترلاسه کوي.
یاد ګوند په خپلو لومړیو ورځو کې د ترهګرۍ هم ښکار شوی وو.
د 2018م د جولای په میاشت کې د ګوند یو مخکښ مشر سېراج رییساني په یو ځانمرګي برید کې 128 نورو کسانو سره وژل شوی وو. د هغه د جنازې مراسمو کې هغه وخت د پوځ مشر جنرال قمر باجوه هم ګډون کړی وو.
سېراج ریساني د مېډیا په ځېنو رپوټونو کې په ښه نامه یاد شوی نه وو. په نوموړي تور وو چې د پوځ لپاره یې په بلوچستان کې ځېني غېر قانوني کارونه کړي وو. دغو تورونو ته پوځ یا د هغه کورنۍ ځواب ویلی نه دی.
د بې باورۍ د تحریک د لارې د تحریک انصاف د تیر حکومت په غورځولو کې هم د باپ ګوند مهم کردار پاتې شوی ؤ.
د وزیراعظم په توګه د ډاکټر انورالحق کاکړ په ټاکنه په ټولنیزو رسنیو هم بیلابیل نظرونه مخې ته راغلي دي.
د ددفاعي چارو څېړونکې عایشه صدیقه په ایکس رسنۍ (پخواني ټوېټر) لیکلي د نګران وزیراعظم په ټاکنه اسټیبلشمنټ ثابته کړه چې سیاسي نظام به اوس په پوځ اډاڼه وي.
هغې نوې نګران وزیراعظم ته په اشارې سره ویلي چې "دا شریف سړی په NDU کې د قامي سلامتۍ د ورکشاپ زیږنده دی اؤ د پوځ د اوږدې مودې د سرمایه کارۍ ثمره مخې ته راتلل پیل شوي دي"
پاکستاني خبریال اسد طور بیا د نګران وزیر اعظم ټاکنه د پوځ ګټه اؤ د ولس ماتې ګڼلې ده اؤ په ایکس رسنۍ (پخواني ټوېټر) یې لیکلې دي نو پوځ ددې جوګه دی چې "خپل سړی" د وزیراعظم په توګه رامخې ته کړي.
هغه ویلي "دا د سویلین یو وارې بیا تسملیدل دي"
د پاکستان د سینیټ غړي مشاهد حسین بیا نوي نګران وزیراعظم انوارلحق کاکړ ته مبارکي ویلې ده اؤ په ایکس رسنۍ (پخواني ټوېټر) یې لیکلي دا لمړی ځل دی چې یو پښتون د وزیراعظم په منصب راغلی دی. هغه دا ډول هیله ښودلې چې د بې درکه کسانو مسله به د هغه د کارونو په سر کې ځای ولري
خو نومول شوي موقتي وزیر اعظم ښاغلي کاکړ په سېنټ کې په زور د بېدرکه شوو بلوڅانو د شمېرو په اړه د هغوی د خپلوانو او فعالینو دعوې رد کړي. او دا یې دروغ بللي.
د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر پخپل ټویټ کې نوی نګران وزیراعظم د پوځ د لاسپوسي په توګه یاد کړی دی اؤ ویلي یې دی اوس دې د بې پلوه اؤ روڼ انده انتخاباتو هیله ونه کړل شي.
Forum