د هغه پاکستاني غرختونکي د مړینې په اړه پلټنې پیل شوې دي چې ویل کېږي د نړۍ خطرناک غره K2 ته د ختلو په وخت په واوره کې لوېدلی ټپي پروت وو، خو بهرني غرختونکي د هغه د ژغورلو پر ځای د غره لوړې څوکې ته د ختلو لپاره ورباندې تېر شوي وو.
دا پلټنې له هغو تورونو او پر سوشل مېډیا له ځینو عکسونو او ویډیوګانو خپرېدو وروسته پیل شوې چې وایي په لسګونو بهرني غرختونکي تر ټپي شوي باروړونکي محمد حسن تېرېدل او غوښتل یې ژر د غره څوکې ته وخېژي.
دا پېښه د جولای پر 27مه هغه وخت شوې وه چې محمد حسن د نړۍ د دویم هسک غره K2 ته د ختلو په وخت ښویېدلی او تر لوېدو وروسته ټپي شوی او بیا مړ شوی وو.
دې پېښې د ناروې د غرختونکې کریسټین هریلا او د هغې د نیپالي لارښود تینجین پر هغه ریکارډ هم سیوری غوړولی چې په هغه ورځ K2 ته له ختلو سره د نړۍ تېز غرختونکي شول.
مېرمن هریلا پر خپله غرختونکې ډله د 27 کلن محمد حسن د مړینې پړه رد کړې ده او د جمعې په ورځ یې پر خپل انسټاګرام لیکلي چې هیڅوک د دې پېښې ذمه وار نه دي.
محمد حسن د پاکستان تر انتظام لاندې ګلګت بلتستان د شګر ضلعې د تاماتو کلی اوسېدونکی د درو اولادونو پلار وو، د هغه یوه نیژدې خپل محمد اسلم بي بي سي ته ویلي:
"محمد حسن د خپلو اولادونو د روزۍ ګټلو لپاره K2 ته ختلی وو، هغه له بزګرۍ سره سره غره ته د بار وړلو کار هم کاوه، کله چې هغه کې-ټو ته د باروړلو موقع پیدا کړه نو ډېر خوشاله وو او ویل یې چې له دې سره به یې اقتصادي ستونځې حل شي".
محمد حسن چې د K2 په تر ټولو خطرناکه تنګه لاره «بوټلنیک» کې ښویېدلی او لوېدلی وو، په دې ورځ دوه نور غرختونکي د اسټریا ویلهم سټېنډل او د جرمني فیلیپ فلېمیګ هم دې غره ته ختل خو د خراب موسم له کبله یې خپل مزل پرېیښی وو.
سټېنډل د خالي- شنبې په ورځ اې پي ته ویلي، دوی وروسته په ډرون کېمرغه اخیستو عکسونو ته بیاکتنه وکړه او په هغو عکسونو کې ښکاري چې په لسګونو غرختونکي د ټپي شوي محمد حسن د ژغورلو پر ځای تر هغه مخ په بره تېرېږي.
ښاغلی سټېنډل وایي که د نارویجۍ کریسټین هریلا په ګډون د هغې ټول ټیم د غره څوکې ته په دې وخت د ختلو هڅه پرېیښې وای نو د باروړونکي غرختونکي محمد حسن ژوند ژغورل کېدی شوای.
سټېنډل وایي په عکسونو کې لیدل کېږي چې "یو سړی د [حسن] د سینې موښلو هڅه کوي، غواړي تود یې وساتي چې په څه توګه هغه ژوندی پاته شي. تاسې لیدلای شئ چې هغه سړی ډېر ناارامه دی"، سټېنډل د حسن د مړینې پړه پر چا نه ده ور اچولې خو وایي:
"دلته دوه مخی معیار دی. که زه یا کوم بل د لوېدیځ کس هلته پروت وای، نو د هغه د ژغورلو لپاره به هر څه شوي وای. هر څوک به مجبور وای چې ټپي کس بیرته درې ته را کښته کړي".
د ناروې غرختونکې کریسټین هریلا سکای نیوز ته ویلي چې حسن تر غورځېدو وروسته په یوه رسۍ را ځوړند وو او سر یې لاندې وو، وایي تر شاوخوا یوې ګنټې وروسته د دې ټیم په دې وتوانېد چې هغه لارې ته را سم کړي.
د پاکستان د لوبو د تنظیم الپاین کلب سیکرټري قرار حیدري وایي د ګلګت بلتستان چارواکو د محمد حسن د مړینې پلټنې پیل کړې دي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اسوسیېټیډ پریس نه اخیستل شوي دي.
Forum