لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان وزیراعلا د صوبایي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه لاسلیک کړه


د بلوچستان صوبې وزیر اعلا میرعبدالقدوس بزنجو د صوبایي اسمبلۍ دماتولو په سپارښتنه لاسلیک کړی اؤ دغه سپارښتنه ګورنر ته لیږل شوې ده له دې وروسته به نن د اتوار په ورځ بلوچستان اسمبلي ماته شي.

د بلوچستان اسمبلۍ اییني موده نن په 13 اګست سرته رسیږي اؤ صوبه کې د نوي نګران حکومت جوړولو لپاره دسیاسي مشرانو تر منځ سلا مشورې پېل شوې دي.

دپاکستان ډاڼ ورځپاڼه وایي د بلوچستان د نګران وزیراعلا لپاره په پینځوؤ نومونو غور روان دی چې په دې کې پیپلز پارټۍ د علي حسن زهري، بي این پي دحمل کلمتي، جمعیت علماء اسلام(ف) دانجنیر عثمان بادیني اؤ بلوچستان عوامي پارټۍ دسینیټر کهده بابر نوم مخې ته راوړی دی.

دبلوچستان وزیراعلا میر عبدالقدوس بزنجو د اسمبلۍ په ماتولو د خوښې څرګندونه کړې اؤ په ټولنیزو رسنیو یې خپل یو خپور کړي بیان کې ویلي مونږ په ګډه دحقیقي جمهوریت په جذبې سره دچیلنجونو مقابله وکړه.

هغه وایي “دسیلاب اؤ واکمنۍ مخې ته د ولاړو خنډونو باوجود مونږ پیاوړي اؤ ولاړ پاتې شو اؤ دمعاشي چیلنجونو باوجود مو هم د بلوچستان ګوټ ګوټ کې دترقۍ عمل باوري کړی دی”.

هغه ویلي د دوؤ کلونو نه په کمه موده کې یې هم حکومت د صنفي برابرۍ وده باوري کړه،دصوبې اساسي ځاندره یې ښه کړه، دصحت اؤ تعلیم اسانۍ یې باورې کړي اؤ صوبه کې یې د ښې کارکردګۍ هرممکن کوشش وکړو.

وزیراعلا ویلي د صوبې معدني دولت یې د صوبې داقتصاد پیاوړي کولو لپاره پکار راوستی، دصوبې نه یې غیر ضروري چیک پوسټونه ختم کړي دي اؤ کروندګرو ته یې مرسته ورکړې چې هغوي د صوبې د کرکیلې څانګه کې عملي خدمات وړاندې کړي.

تر دې وړاندې وړمه ورځ د پاکستان قامي اسمبلي اؤ د سیند صوبایي اسمبلۍ هم ماتې کړل شوې وې اؤ دخېبر پښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان هم خپله نګران کابینه فارغ کړې ده اؤ داسې ګنګوسې دي چې دې صوبه کې هم یو نوی نګران حکومت جوړیږي خو چارواکو لا ددې ګنګوسو پخلی یا تردید نه دی کړی.

دبلوچستان سره تړاؤ لرونکی انوارالحق کاکړ تېره ورځ د هیواد نوی لنډمهاله وزیراعظم ټاکل شوی اؤ سیاسي ګوندونو د نګران وزیراعظم نه غوښتنې کړې دي چې باید دریوؤ میاشتو کې نوي انتخابات باوري کړي.

خو د شهباز شریف په تیر حکومت کې ددفاع اؤ کورنیو چارو وزیرانو ویلي وؤ چې روان کال دانتخاباتو نه دی اؤ ټولټاکنې به کیدای شي ترڅو میاشتو وځنډبږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG