لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر کې نننۍ پېښې ته د پاکستاني پوځ او د چینایي سفارتکارانو غبرګون

واشنګټن - د بلوچستان په بندري ښار ګوادر کې د چینایي انجنیرانو په قافلې باندې د نن (اتوار/یکشنبې) ورځې د برید نه وروستو چې ذمه واري يې د بېلتون پاله بلوڅانو بي اېل اې ډلې په غاړه اخېستې ده، د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په یوه انتقامي کارروائي کې یې "دوه ترهگر" وژلي دي.

د پوځ د مطبوعاتي ادارې (آی اس پي آر) په بیان کې د چینایي انجنیرانو د قافلې یادونه نده شوې، او صرف دومره ویلی شوي چې ترهګرو ګني د پوځ په یوې قافلې د سپکو وسلو او ګرېنېډ یا لاسي بمونو برید کړی و، او وروستو بیا په سیمه کې د لټون عملیات ترسره شول.

پوځ دا هم ویلي چې "په ملک کې د امن او خوشحالۍ د دښمنانو د کوښښونو شنډولو ته" پرعزمه دي.

په همدې حال کې په کراچي کې د چین کونسلګري هم د ګوادر پېښې په اړه پخپل وېب سایټ یو بیان جاري کړی او هغه کې یې دا واضحه کړې چې په نښه شوي قافلې کې چینایي کارکنان منتقل کېدل.

د چین د کونسلګرۍ په بیان کې راغلي: "د ګوادر بندر د منصوبې سره تعلق لرونکې یوه چینایي قافله، کله چې د ګوادر ائیرپورټ نه د بندر خوا ته ستنېدله، ورباندې د سړک د غاړې بمونه وچاودېدل او ډزې پرې وشوې."

د ګوادر یو پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډېوه ته وویل چې پېښه د ګوادر عدالت ودانۍ ته څیرمه شوې چیرته چې د پاکستان آرمې کیمپ او د چینایي انجینرانو د کار کیمپونه هم موجود دي.

د ګوادر د ځايي خلګو په وینا له سهاره څخه د چاودنو او ډزو غږونو ځایي خلګ په تشویش او ویره کې اچولي وو.
بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ایل اې د برید زمه واري منلې او ویلي یي دي “د دوی د ځانمرګي بریډګرې ډلې ( مجید بریګېډ) د چاینا د انجینېرانو پر قافله وسلوال ډله ییز برید کړی چې د څلورو چینایانو په ګډون دیارلس تنه یې وژلي دي”.

خو په کراچي کې د چین کونسلګرۍ ویلي چې په دې برید کې هېڅ کوم چینایي شهري مړ او یا هم زخمي شوی ندی.

بي اېل اې ډلې پر ټولنیزو رسنیو د دوو بریدګرو عکسونه هم شریک کړ‎ي دي.

د دې تر څنګ نن د بلوچستان په تربت سیمه کې هم ناپېژندل شویو وسلوالو برید کړی او دوہ تنه مزدوران یې وژلي دي.

د پولیسو په وینا په پېښه کې د پلانټ د منشي په شمول 2 مزدوران وژل شوي دي. پولیس وایي په پېښه کې د وژل شویو دواړه کسانو تعلق د پنجاب د ملتان ښار څخه دی. ددې پېښي ذمه واري د رپورټ جوړولو تر وخته کومې ډلې نه ده منلې.

Forum

XS
SM
MD
LG