لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سيند صوبه کې تښتول شوی پښتون وکیل راخوشی شوی


د حکمت الله مسيد اېډوکېټ د خوشي کولو دپاره احتجاج
د حکمت الله مسيد اېډوکېټ د خوشي کولو دپاره احتجاج

د پاکستان په سيند صوبه کې د تېرې میاشتې په نيمايۍ کې غلو تښتولی پښتون وکيل [اېډوکېټ] حکمت الله مسيد راخوشی کړی شوی دی، د وکيل د خوشي کېدو خبره د نوموړي د راخوشي کولو دپاره جوړې کمېټۍ غړو تاييد کړې ده.

د يادې کمېټۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزېب مسيد تېره شپه ناوخته په اېکس يا پخواني ټویټر عکس خپور کړی او ويلي یې دي، حکمت الله اېډوکېټ د کچې د غلو د منګولو څخه راخوشی کړی شوی دی.

د سيند صوبې پوليسو په رسمي ډول د وکیل د راخوشي کولو په حواله څه نه دي ويلي.

د حکمت الله مسيد د خوشي کولولپاره د جمعې په ورځ کراچۍ کې پښتنو سياستوالو، وکیلانو کاروباريانو او فعالو په سهراب ګوټ سيمه احتجاج کړی او د څلورو ساعتونو دپاره یې د کراچۍ او حيدراباد ترمنځ لوي سړک موټر وی هم بند کړی وو.

وروسته د کراچۍ او بيا د سيند صوبې چارواکو سره لیدلي او د کمېټۍ يو غړي محمود خان مسيد وي او اې ډيوه ته ويلي وو، پوليس چارواکو ورته د دوه ورځو وخت ورکړی چې وکیل به راخوشی کړي.

نوموړی وکیل د جولایۍ د مياشتې په 17مه نېټه د سيند صوبې په کندکوټ سيمه کې غلو تښتولی او ويل شوي وو د خوشي کولو په بدل کې یې د کورنۍ څخه د کروړونو روپو تاوان غواړي.

خو د نوموړي د راخوشي کولو په حواله نه دي ويل شوي چې هغه د تاوان ورکولو په بدل کې يا د پوليسو په عملياتو کې راخوشی شوی دی.

په سیند صوبه کې پوليس د اوږدې مودې نه دعوې کوي چې د صوبې د کچې په سيمه کې د اپرېل د میاشتې راهسې د غلو ډاکوانو پرضد عمليات دوام لري، د سيند صوبې د کچې سيمه د پنجاب صوبې سره په پوله پرته علاقه ده.

په ياد سيمه کې وخت په وخت د پښتنو تښتولو خبرونه مخې ته راځي.

د جون په میاشت کې د خېبرپښتونخوا د ټانک سيمې خالد خان بېټنی غلو تښتولی او بيا د احتجاجونو وروسته هغه د جولايۍ د میاشتې په وروستيو کې پوليسو راخوشی کړی وو.

د سيند صوبې پوليس د کچې ډاکوان يو چېلنج بولي او وايي د کچې علاقه پراخه او د اوبو په مينځ کې په وچه کې ځای په ځای پرته خوره وره پرته ده، او د ډاکوانو پرضد عمليات دوام لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG