لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان بولټن: د افغانستان راتلونکی له واکه د طالبانو په لرې کولو پورې تړلی دی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه ګرانه خو سمه وه، بل لور ته د امریکې د ملي امنیت مخکینی سلاکار جان بولټن وایي له طالبانو سره د امریکا مذاکرات لویه تېروتنه وه.

اینټني بلیکن د نهې- سه شنبې په ورځ په خارجه وزارت کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، له افغانستانه د وتلو پرېکړې امریکا د دې وړ کړه چې د خپل وخت له نورو ډېرو چېلنجونو سره په ښه توګه مبارزه وکړي.

بلینکن وویل که څه هم امریکا له افغان ولس سره پرله پسې مرستو ته دوام ورکوي، خو وایي د افغانستان په اړه ځینې اوږدمهاله ژمنې او ارادې هم لري چې نه دي بدلې شوې.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي، امریکا وایي له هغه راهیسې یې له افغان ولس سره څه کم دوه ارب ډالره مرسته کړې ده او دا مرستې به یې دوام لري.

اینټني بلیکن د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره پرون وویل، امریکا به له طالبانو سره کار او د هغو ډېرو ژمنو پر سر حساب ته دوام ورکړي چې وایي کړې یې دي خو پوره کړې یې نه دي په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې:

"د طالبانو په اړه زموږ او د نړۍ د لسګونو هېوادونو دریځ ډېر روښانه پاته شوی دی، د طالبانو او نورو هېوادونو تر منځ د هر ډول عادي اړیکو لاره به تر هغه وخته بنده وي، چې له نورو مسایلو سره سره د ښځو او نجونو د حقوق په حقیقت کې ملاتړ یې نه وي کړی".

د امریکې د ملي امنیت مخکینی سلاکار جان بولټن وایي د افغان حکومت له شاملولو پرته له طالبانو سره د امریکا مذاکرات یوه تېروتنه وه. ښاغلي بولټن د نهې- سه شنبې په ورځ د وي او اې اردو خبریالې ارم عباسي ته په تازه مرکه کې ویلي، "زه فکر کوم طالبانو له هغه وخته راهیسې چې د قطر د سولې تړون لا شوی هم نه وو سرغړونه یې ترې پیل کړې وه او په تېرو دوو کلونو کې چې امریکا او نېټو له افغانستانه وتلي هم پرله پسې سرغړونه ترې کوي".

جان بولټن وایي افغان طالبان هیڅ نه دي بدل شوي بلکې تر پخوا شاید نور هم خراب شوي دي، وایي افغان ولس نه غواړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند وکړي او د هغوی لپاره یواځینۍ لار دا ده چې بیا له طالبانو خلاص کړل شي:

"د افغانستان راتلونکی له واکه د طالبانو په لرې کولو پورې تړلی دی، زه فکر کوم نه کوم خلک به دوی تر اوږدې مودې وزغمي، ځکه زه نه وینم چې طالبان بدل شوي دي په تېرو دوو کلونو کې دوی خپل ریښتینی رنګ ښکاره کړ".

جان بولټن وایي فکر نه کوي چې دا ځل به بیا امریکا له پوځي له لارې د طالبانو حکومت ختم کړي، خو وایي که د طالبانو خلاف جنګېدونکې مزاحمتي ډلې د هغوی حکومت نسکورول وغواړي، څنګه چې امریکا د شوروي پوځونو خلاف د مجاهدینو مرسته وکړه، د دغو مزاحمتي ډلو پر ملاتړ هم باید فکر وشي.

طالبانو لا تر اوسه د جان بولټن دغو تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی پر افغانستان بشپړ واک لري، چې وایي له اسلامي قانون سره سم جایز حیثیت لري او له کوم لوی خطر سره مخ نه دی.

مجاهد د خپلې واکمنۍ د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت له اسوسیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي، چې د نجونو پر اعلی تعلیم بندیز به پر ځای وي، ځکه چې وایي ديني عالمان د نجونو د تعلیم په اړه بېلابېل نظریات لري او "د ديني عالمانو تر منځ همغږي او پيوستون، سکولونو ته د نجونو تر تګ ډېر مهم دی".

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG