د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې پولیسو هغه کس نیولی دی، چې وایي خپله امریکایي مېرمن یې وژلې او بیا یې د هغې د قبر تر کیندلو وروسته د شپې په تیاره کې په پټه ښخوله.
پولیس وایي دغه کس کاظم کمال خان نومېږي او هغه منلې ده چې خپله 50 کلنه ښځه ډیانا کریسټو خان یې وژلې ده.
د رپوټونو له مخې دا پېښه د پاکستان د لاهور ښار بندیانواله پول ته نیژدې د فیکټرۍ سیمې د غازي سړک په هدیره کې د تېرې شنبې- خالي په شپه شوې ده او پولیس دغه تن هغه وخت نیولی چې د خپلې وژل شوې ښځې قبر یې کینده.
ډېلي مېل ورځپاڼه وایي د پولیسو یو افسر محمد ندیم د نهې- سه شنبې په ورځ اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي دي، یو قبر کیندونکي ورته ټیلیفون کړی او ورته یې ویلي چې یو کس له کفن او د جنازې پرته یواځې د یو مړي د ښخولو هڅه کوي. محمد ندیم ویلي:
"کله چې موږ هلته ور ورسېدو، مړی بېخي بې کفنه وو او مشکوک ښکاره کېده".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند- چې نوم یې نه دی معلوم- منلې ده چې "په پاکستان کې یوه امریکايي شهریت لرونکې وژل شوې ده، موږ له کورنۍ سره په تماس کې یو او په چارو کې ورسره مرسته کوو. "
ډېلي مېل وایي کاظم کمال خان په امریکا کې وو، خو د یوولسم ستمبر تر پېښو وروسته له امریکا شړل شوی او خپله ښځه او لور یې- چې اوس 26 کلنه ده- هلته پرېیښي وو.
رپوټونه وايي کمال خان په امریکا کې مېشتې خپلې ښځې ته ویلي وو چې دی ډېر سخت ناروغه دی او دا باید پاکستان ته ورشي.
پولیس هغه لومړی ورته ویلي چې ښځه یې په قدرتي توګه مړه شوې ده، خو وایي د ډیانا کریسټو پر سر او غاړه چې یې د زخم نخښې ولیدې بیا هغه ومنله چې ده وژلې ده.
پولیسو د ډیانا د وژنې سبب تر اوسه رسنیو ته نه دی ویلی، خو د هغې مړی یې د طبي معایناتو یا پوسټم مارټم لپاره لېږلی دی چې د وژنې اصلي علت یې معلوم کړي.
ډېلي مېل ورځپاڼه وایي له امریکا د 50 کلن کاظم کمال خان د شړلو نېټه معلومه نه ده، خو وایي د جایداد له اسنادو یې معلومه شوې ده چې هغه د امریکې په ټیکساس او نارت کېرولاینا ایالتونو کې په 2003م کال کې کورونه لرل.
پولیسو ویلي کله چې د هغه امریکایي شهریت ختم کړل شوی بیا هغه بیرته پاکستان ته را ستون شوی وو، خپله مېرمن او لور یې په امریکا کې پرېیښي وو او د واده له 28 کلونو وروسته اوس هم سره طلاق شوي نه وو.
Forum