لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراین د جګړې په اړه ویډیوګانو باندې ګوګل 32,000 ډالر جرمانه کړی


د روس یو عدالت د امریکې د ټیکنالوجۍ پر کمپنۍ ګوګل باندې له دې کبله 32,000 ډالر جرمانه لګولې ده چې وایي د اوکراین د جګړې په اړه ممکنه ناسم معلومات یې له خپلو پاڼو نه دي لرې کړي.

د روس یو مجسټرېټ عدالت دا پرېکړه د پنجشنبې- زیارت په ورځ اورولې ده، خو تر دې وړاندې هم دې عدالت د اګست میاشتې په پیل کې دې ته ورته د «اېپل» او «ویکیپېډیا» د کوربه ادارې ویکپېډیا فاونډېشن خلاف ګامونه اخیستي وو.

د روسي رسنیو د رپوټونو له مخې عدالت د ګوګل تر ملکیت لاندې چلېدونکی یوټیوب ویډیو سروس له دې کبله مجرم ګڼلی چې وایي د اوکراین د جګړې په اړه د ناسمو معلوماتو ویډیوګانې یې نه وې لرې کړې او وایي روس دا کار "ځانګړی پوځي عمل" ګڼي.

خبري ادارې وایي ګوګل د داسې ویډیوګانو د نه لرې کولو پر سر هم مجرم ګڼل شوی چې وایي ځینو داسې ځایونو ته د ننوتلو لارښوونه کوي چې ماشومانو ته یې اجازه نه شته، خو دا نه دي ویل شوي چې دا څه ډول ځایونه دي.

په روس کې د مجسټرېټ عدالت د معمول په توګه د انتظامي سرغړونو او د ټیټې کچې فوجداري یا د جرمونو مقدمې تر سره کوي.

د ګوګل ادارې په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده، خو ډېر لږ امکان شته چې ماسکو دې له ګوګل څخه دغه جرمانه تر لاسه کړي.

د امریکې د ټیکنالوجۍ کمپنۍ ګوګل په اړه چې په روس کې تېر کال د ممکنه ناسمو معلوماتو د خپرولو پر سر شخړه پیل شوې کاروبار یې په دې هېواد کې په اغېزمنه توګه ختم شوی وو.

کمپنۍ وایي کله چې روسي چارواکو د دوی د بېنک اکاونټ ضبط کړ او دوی خپلو کارکوونکو او سپلای کوونکو ته د تنخاوو وړتیا وبایلله، نو په روس کې یې د خپلې ادارې د دیوالیه کېدو خلاف درخواست ورکړ.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG