لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم کاکړ: ریاست لږکیو ته نقصان رسوونکو سره ولاړ نه دی


د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي ریاست لږکیو ته د نقصان رسوونکو سره نه دی ولاړ اؤ په ټولنه کې د مذهي توندلاریتوب هیڅ ګنجایش نه شته .

د جمعې په ورځ د نګران کابینې د وړومبۍ غونډې په مهال ښاغلي کاکړ ویلي پاکستان کې به اکثریت ته د اقلیت خیال ساتل وي ځکه چې ریاست اقلیتونو ته د نقصان رسوونکو سره نه دی ولاړ.

وړمه ورځ د پنجاب په جړنواله سیمه کې ځایي خلکو د لږکیو مسیحیانو ګڼ شمیر کلیساګانې اؤ کورونه ړنګ کړي چې په نړیواله کچه اؤ د پاکستان دننه ددغه عمل سخته غندنه روانه ده اؤ د لږکیو ټولنې د هیواد په بیلابیلو برخو کې احتجاجي مظاهرې هم کړي دي.

په احتجاجي مظاهرو کې د اقلیتي مشرانو تورونه لګولي چې د پاکستان دننه د دوي ژوند اؤ حتی عبادتخانې محفوظ نه دي اؤ د مذهبي توندروه فکر لخوا ورته ګواښونه پېښ دي.

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي ټولنه کې به د توندروه فکر خورولو حوصله شکني کولی شي .

نوموړي ویل دا مهال د هیواد چاپیریال وېشل شوی دی اؤ‌ مونږ ته به په سیاست اؤ قانون کې توپیر کول وي.

د نګران وزیراعظم وینا وه چې که چرته اړی ګړی وي نو په هیواد کې به ښه واکمني، سیکولر اؤ مذهبي نظام پرمخ لاړ نه شي.

هغه وویل پاکستان د ټولو مذهبونو د منونکو اؤ نسلونو هیواد دی اؤ حقونه به پکې په نوم نه بلکې په کردار اؤ رویه ورکړل کیږي.

هغه وویل حکومت به یې د قانون په واکمنۍ ساز باز ته هیڅکله غاړه نه ږدي اؤ د توندروه سوچ د ودې مخه به نیسي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په پنجاب، سیند اؤ پښتونخوا کې د مسیحيانو، هندوانو اؤ احمدیانو عبادتخانو ته د زیانونو رسولو یو شمېر پېښې مخې ته راغلې دي خو څېړونکي وایي په دغو پېښو کې لاس لرونکي یا خو بیخي د قانون منګولو ته ورغلي نه دي اؤ یا هم که نیول شوي نو د کمزورو شهادتونو په اساس له سزاګانو بچ پاتې شوي دي.

د خېبر پښتونخوا په کرک سیمه کې په کال 2020م کې ځایي خلکو د هندوانو یو مندر ړنګ کړی ؤ چې وروسته بیا په دغه قضیه کې یو شمیر کسان ونیولی شول خو ناتایده رپورټونه وایي چې دسیاسي اثر رسوخ په اساس دمندر ړنګوونکو اؤ اقلیتي مشرانو ترمنځ وروسته روغه جوړه وکړل شوه اؤ دغه پېښه کې لاس لرونکي دسزا نه بچ پاتې شول.

همدا شان په دې نزدې وختونو کې دسیند صوبې په کشمور ضلع کې د هندوانانو په یوه عبادتخانه د ډزو پېښه مخې ته راغلې وه .

تر دې وړاندې د سیند په تهرپارکر، میرپورخاص، لاړکانه، د پنجاب په رحیم یار خان، ګوجره، یوحنا اباد اؤ ګڼو نورو سیمو کې هم وخت په وخت د لږکیو عبادتخانو اؤ کورونو ته د زیان رسولو پېښې هم مخې ته راغلې دي.

د بشري اؤ اقلیتونو د حقونو فعالین وایي د پاکستان ایین د مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو وګړو د بنیادي حقونو د تحفظ ضمانت ورکړی دی خو اصل ستونزه داده چې په دغو قوانینو عمل نه کیږي.

د بشري اؤ اقلیتي وګړو د حقونو لپاره د کارکوونکي سازمان سینټر فار سوشل جسټس مشر حیکب وایي په قوانینو د عمل نه کیدو اصل لامل دا دی چې ریاست اکثره د تندروه ډلو په لاسونو کې یرغمل شي.

وي او ای اردو ته ښاغلي جیکب ویلي د پاکستان ریاست دداسې طاقتونو اؤ توندروه ډلو په لاسونو کې یرغمل دی چې هغوي ددې قوانینو د عملي کېدو مخې ته سترو خنډونو په توګه موجود دي.

هغه ویلي د ریاست له لوري د اقلیتونو د تحفظ د قواننیو عملی کولو په لړ کې د ریاست هیڅ یو کوشش په نظر نه راځي.

هغه ویلي د جړنواله په اوسنۍ پېښه کې هم سیمه ییزې انتظامیې ته معلومه وه چې د حالاتو خرابولو هڅه کیږي خو د پولیسو په ګډون ټولو ادارې غیرفعاله پاتې شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG